1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ولي د صابون يوه اعلان سخت غبرګونونه راپارولي؟

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

په پاکستان کي د کالو مېنځلو صابون په يوه اعلان کي د مېرمنو د حقونو غوښتنې تاوده بحثونه راپورته کړي دي. ځيني تنقيد کوونکي حتی د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تورونه لګوي.

https://p.dw.com/p/3L2yA
Screenshot Twitter  @mehwish_qamar6 #BoycottAriel
انځور: Twitter/@mehwish_qamar6

د کالو مينځلو صابون يو نړيوال امريکايي شرکت »پروکتور اېنډ ګېمبل« له هغه وروسته په پاکستان کي له سختو انتقادونو سره مخامخ سو، چي د خپل صابون »آريل« د اعلان په ترڅ کي په پاکستان کي د مېرمنو پر کليشه يي رول باندي انتقادونه وکړل. تنقيد کوونکي پر دغه شرکت تور لګوي چي د خپل تلويزيوني اعلان له لاري يې د اسلام سپکاوی کړی دی.

ياد شرکت په دغه تلويزيوني اعلان کي پر مېرمنو ږغ کوي چي په ټولنه کي د دوی له پاره ټاکل سوي محافظه پال نورمونه له منځه يوسي او له خپلو »څلورو ديوالونو« څخه دباندي راووځي او په مسلکونو کي ځانونه مخته کړي.

په دغه اعلان کي په بېلابېلو مسلکونو کې کارکوونکي مېرمني ښودل کيږي چي پکښي ژورناليسته، کريکټره او ډاکتره هم شاملي وې. هغوی ښودل کيږي چي پر تناؤ هوار سوي چټلې روجاياني ليري کوي. پر دغو روجايانو د نورو جملو تر څنګ ليکل سوي وي چي »خلګ به څه وايي؟«.

د اعلان په پای کي د پاکستان د ښځو کريکټ لوبډلې کپتانه بسمه معظم راڅرګنديږي او وايي: »په کور کي پاته سه!... صرف جملې نه، بلکي داغونه دي.«

په ټولنيزو رسنيو کي دغه اعلان د تودو بحثونو لامل سو. په ټويټر کي ځينو کاروونکو د #BoycottAriel  يا له آريل څخه پرېکون تر عنوان لاندي هېش ټېګ زيات ځله شريک کړل سو. د بېلګي په توګه د بنت سليمان په نوم يوې کاروونکي ليکلي چي »هغوی په خپل اعلان کي د اسلام ښوونو ته سپکاوی کړی دی.« راجه معظم په دغه پیغام سره زياته کړې: »لطفاً د دغو آزاديپالو په وړاندي اقدام وکړئ چي په پاکستان کي ليبراليزم هڅوي.«

ځينو نورو تنقيد کوونکو د پاکستان د رسنيو د کنترول اداره پېمرا ننګولې چي دغه اعلان بايد سانسور او بند کړي.

د يادي لانجمنې موضوع په تړاو د فرانسې خبري آژانس د اړونده شرکت د نظر اخيستلو کوښښ کړی، خو ياد شرکت له خپل سمدلاسه غبرګون څرګندولو څخه ډډه کړې ده.

په پاکستان کي مېرمني تر زياتي اندازې د پدرسالاري او غيرت پخواني اصولو تر فشارونو لاندي ژوند کوي. هغه مېرمنې چي د بېلګي په توګه په خپله خوښه ځان ته مېړه پيدا کوي يا تر کور دباندي کار کوي هغوی له سختو فشارونو سره مخامخ کيږي.

فعالين وايي چي هغه مېرمني چي له کوره دباندي کار کوي هغوی د تبعيض، زهيرېدونو او نورو لارو تر فشار لاندي راوستل کيږي. دا دې لامل ګرځي چي زياتي مېرمني له کور څخه دباندي نه سي راوتلای.

دغه لومړی تلويزيوني اعلان نه دی چي د پاکستان په سنتي ټولنه کي يې سخت غبرګونونه راپارولي دي. له دې څخه تر مخه په ۲۰۱۶م کال د »کيو موبايل« په نوم کمپنۍ اعلان هم له نيوکو سره مخامخ سو، په کوم کښي چي د کرکټ يوه لوبغاړې د خپل پلار د خواهشونو برخلاف د خپل ارمان پوره کولو له پاره نړيوال سپورټ ته مخه کوي. دغه اعلان هم د پاکستان د ټولنې د ارزښتونو په وړاندي د يوې »توطيې« په توګه ارزول سوی ؤ.

AFP/ا.و.ا.