پاکستان کې یوه پوځي الوتکه رالویدلې ده
۱۳۹۸ مرداد ۸, سهشنبهد پاکستان پوځ ويلي دي چي دغه الوتکه د سه شنبې په ورځ په سهار په راولپنډۍ کي د استوگني پر سيمه باندي رالوېدلې ده. دوی ويلي دي چي الوتکه د معمول په شان تمريناتي پرواز کي وه.
د ژغورونکو ډلو په حواله د الوتکي له رالوېدو سره سم پنځو کورونو اور اخيستی. تر اوسه پوري د ۱۴ ملکيانو جسدونه تر لاسه سوي دي. د هغوی ځيني داسي سوځېدلي دي چي د پيژندلو نه دي. ويل سوي دي چي د الوتکي پنځه سره عمله هم وژل سوي دي.
ژغورونکو ډلو دغه راز ويلي دي چي په لسونو نور کسان له خرابو رايستل سوي او روغتونونو ته انتقال سوي دي.
په ټولنيزو رسنيو کي د الوتکي د رالوېدو له ځايه په خپاره سوو انځورونو او ويډيوگانو کي ښوول کېږي چي پر کورونو باندي لمبې گرځي او يو شمېر خلک نړېدلو ودانيو ته ولاړ او ژاړي.
دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغي الوتکي ولي سقوط کړی دی. پوځ ويلي دي چي د الوتکي ټوټې به وڅېړي.
په پاکستان کي د الوتکو د رالوېدو پيښي هر وخت رامنځ ته کيږي. د روان کال په جنوري مياشتي کي په بلوچستان کي د يوې جنگي الوتکي د رالوېدو په پيښه کي يو پيلوټ ووژل سو.