1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کې د مهاجرو دوه نور کمپونه خالي کیږي

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

فرانسوي پولیسو د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د مهاجرو د دوو نورو غیر قانوني کمپونو په خالي کولو پیل وکړ. تیره اوونۍ دغه شان کمپونه خالي شوي ول.

https://p.dw.com/p/2ysxm
Frankreich Polizei räumt Migranten-Zeltlager in Paris
انځور: Imago/Le Pictorium/J. Mattiax

د پاریس پولیسو په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې پولیس د پاریس ښار په شمال ختیځ او د کانال سنت مارتین، په سیمه کې د مهاجرو دوه غیر قانوني کمپونه خالي کوي.

تیره اوونې هم پولیسو د پاریس په شمال ختیځ کې یو کمپ خالي کړی وو چې شا او خوا ۱۰۰۰ تنه مهاجر په کې اوسیدل. دغه کسان په پاریس کې د هستوګنې نورو بیلا بیلو ځایونو ته لیږدول شوي دي.

اروپا له ۲۰۱۵م کال راهیسې په لیبیا او سوریه کې د جګړو له پیلیدو وروسته د مهاجرو له کړکیچ سره لاس او ګریوان ده. په دې موده کې له افریقا او منځني ختیځ او همداشان له افغانستان څخه تر یو میلیون څخه زیاتو کسانو هڅه کړې چې د ځمکې او سمندر له لارو ځانونه د اروپا لویې وچې ته ورسوي.

فرانسې ته په دې موده کې ډیر شمیر رارسیدلي مهاجر په کاله سیمه کې راټول شوي ول. پولیسو بیا په ۲۰۱۶ کال کې په دې ځای کې د مهاجرو یو ډیر لوی غیر قانوني کمپ ویجاړ کړ. پاتې ډیر شمیر مهاجر اوس په پاریس او همداشان د ایټالیا سرحد ته څیرمه راټول دي.

زموږ له آرشیف څخه: