1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ټوله نړۍ کې کابو ۱،۴ ميليارد انسانان حرکت نه لري

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په خپله يوه نوې څيړنه کې ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې تر ۱،۴ ميليارده زيات انسانان د کم جسمي فعاليت له وجې د ناروغه کيدو له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/34KhQ
Symbolbild - Frau am Notebook
انځور: picture-alliance/PhotoAlto/E. Audras

ويل شوي دي چې په تيرو پنځلسو کالونو کې د ښځو او نارينه وو د فزيکي فعاليت په کچه کې هیڅ پرمختگ نه دی شوی. د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د څيړونکو له خوا په ترسره شوې څيړنه کې چې د لانسيت گلوبل هيلت په نامه مجله کې خپره شوې ده، ويل شوي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې په ټوله نړۍ کې تر يو پر څلورمې برخې زياتو لويانو په کافي اندازه سپورت او حرکت نه دی کړی.

په اوونۍ کې د فزيکي فعاليت توصيه شوې معتدله کچه ۱۵۰ دقيقې دي. ويل شوي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۳۲ سلنه ښځو او ۲۳ سلنه نارينه وو چې دا په هرو درو کې يوه ښځه او هرو څلورو کې يو نارينه کيږي، خپل هدف ته نه دي رسيدلي. يعني ورزش یې نه دی کړی. دې کار د نړۍ د کابو يو پر څلورمه برخه نفوس د شکرې يا ديابيت په دويم ډول، د زړه د رگونو، ديمنشيا او يا سرطان په مرض د اخته کيدو خطر سره مخامخ کړي دي.

په دې څيړنه کې له ۱۶۸هیوادونو څخه کابو ۱،۹ ميليونه وگړو برخه اخيتسې وه چې د خپل سپورتي فعاليت په اړه به یې خبر ورکاو. په دې کې د کار په ځای کې، په کور کې او په وزگار وخت کې ترسره شوی حرکات او فعاليتونه شامل ول.

په بډايه هيوادونو کې د خلکو حرکت کم دی

د ۲۰۰۱ م او ۲۰۱۶م  کالونو ترمنځ ترسره شوې يوې څيړنې ښوولې چې په شتمنو هيوادونو کې جسمي حرکت د هغو هيوادونو په پرتله چې اقتصادي وضعيت یې ډير ښه نه دی، دوه برابره کم دی. په بډايه سيمو کې د کم جسمي فعاليت کچه آن ۵ سلنه زياته شوې ده.

هغه هيوادونه چې فزيکي حرکت پکښې لږ دی، آلمان، نوی زيلاند، امريکا متحد ایالات، برېتانيا، ارجنټاین او برازيل یې په سر کې دي. د څيړنې په حواله په امريکا کې کابو ۴۰ سلنه او برېتانيا کې ۳۶ سلنه لويانو جسمي حرکت نه لاره.

Bildergalerie Neue Persische Wörter
د تکنالوژۍ ډيرې کارونې هم د خلکو حرکت کم کړی دیانځور: Photographee.eu - Fotolia

په شتمنو هيوادونو کې د غير جسمي فعاليت دې لوړي کچي ته په کتو سره تشريح کيدای شي چې هلته خلک مخ پر زياتيدونکې توگه آرام ژوند تيروي. د دوی کارونه او د استوگنې په ځایونو کې د ډیرو سهولياتو له وجې د دوی حرکت کم وي. ترانسپورت ډير عصري دی او په عمومي توگه د تکنالوژۍ استعمال زيات شوی دی.

د ښځو له پاره زيات ملاتړ

په دې څيړنه کې بله د پام وړ خبره داده چې د فزيکي فعاليت په برخه کې د نارينه وو او ښځو ترمنځ ډير تفاوت ليدل کيږي. په ټوله نړۍ کې، د ختیځې او جنوب ختيځې آسيا په استثناء، ښځو د نارينه وو په پرتله کم سپورتي فعاليت درلود. د بنگله ديش، اريتريا، هند او عراق په څير هيوادونو کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ د فزيکي فعاليت په کچه کې شل سلنه تفاوت ليدل کيږي.

د څيړنې چمتو کوونکي وايي چې دا نابرابرۍ بايد په نړيواله کچه له منځه یوړله شي. د مثال په توگه ښځو ته د ورزش او سپورت ښې مواقع ورکړای شي. د سپورت او وزرش داسې ځایونه ورته چمتو کړل شي چې خوندي وي او د دوی د کلتور سره برابر وي.

د روغتيا نړيوال سازمان په همدې وروستيو کې «د ۲۰۱۸ - ۲۰۳۰  د جسمي فعالیت د عمل يو نړيوال پلان» چمتو کړی څو د غير ساري ناروغيو لکه د زړه د ناروغيو، شکرې، فلج کيدو او سرطان او همدا راز د چاغښت مخه ونيوله شي. په څيړنه کې توصيه شوې ده چې کم حرکت د عامه روغتيا لويه ستونزه ده او بايد په ملي کچه ورسره چلن وشي.

Larissa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: