1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټوله نړۍ کي ملیارډران او پیسې یې ډیري سوي دي

۱۳۹۷ آبان ۴, جمعه

په ټوله نړۍ کي د اسهامي بازارونو غوړیدلو، د مځکو او جایدودنو د بیو لوړیدلو او اقتصادي ودي په سبب په ۲۰۱۷ کال کي ملیارډران او سرمایې یې نوري هم ډیري سوي دي.

https://p.dw.com/p/37G9L
Luxusjacht Eclipse
انځور: picture-alliance/dpa/S. Nogier

دغه خبر د سویس لوی بانک USB په خپل نوي رپوټ کي ورکړی دی او لیکلي یې دي، چي د ۲۰۱۶ کال په نسبت په ۲۰۱۷ م کال د ملیارډرانو او شتمو خلگو سرمایې ۱۹ فیصده یا ۸،۹ بلیونه ډالره اضافه سوي دي. په رپوټ کي راغلي دي ، چي نه یوازي ملیارډران په ټوله دنیا کي ډیریږي، بلکي سرمایې او پیسې یې هم. داسي چي ۲۱۵۸ نارینه وو  او ښځو د جرمني د ټوله ۲۰۱۷ کال د کلني عایدپه اندازه پیسې په اختیار کي درلودې، یعني ۳،۳ بیلیونه  یورو. د هر ملیارډر سرمایه بیا په متوسط ډول ۴،۱ ملیارډه ډالره کیږي.

Infografik Milliardäre Vermögen Vergleich USA Asien Europa DEU

په چین کي نوي ملیارډران

ترټولو دمخه بیا په چین کي په همدغه عیسوي کال کي نوي ملیارډران ډیر سوي دي. د همدغه بانک د رپوټ پراساس په ۲۰۱۷ کال کي ۳۷۳ ملیارډران موجود وه، چي په ۲۰۱۶ کال لا  ۳۱۸ تنو ته رسیدله. په همدې حال کی د چین ملیارډران د ۵۵ کالو متوسط عمر په درلودلو سره د نوري نړۍ د ملیارډرانو په تناسب ځوانان ول،  چي متوسط عمرونه  یې ۶۴ کاله ول.

په جرمني کي هم په دغه موده کي ملیارډران ډیر سوي دي او د  ۱۱۷ څخه ۱۲۳ تنو ته پورته سوی دي. دټولي اروپا په تناسب هر  پنځم ملیارډر جرمنئ دی.

Die BMW-Großaktionäre Susanne Klatten und Stefan Quandt
انځور: picture-alliance/dpa/J. Nietfeld

اکثره ملیارډران د صنعتي شرکتونو خاوندان دي او یا  د خوراکي موادو، طبیعي محصولاتو، مځکو او جایدودنو په خرڅولو او رانیولو کي مصروفه دي.

د منیجرانو د مجلې "Manager Magazins" په حواله په جرمني  کي د BMW موټر جوړولو سهامي شرکت سهم لرونکي شټیفان کوانت او سوزانه کلاتن  سرمایې ۳۴ ملیارډه یورو اټکل سوي دي. 

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.12.2016)