1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي د ډکو مهاجر کمپونو پرضد عمومي اعتصاب

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

د يونان د ليسبوس، چيوس او ساموس په ټاپوگانو کي له مهاجرو څخه ډکو کمپونو پرضد د مظاهرو له کبله د چهارشنبې په ورځ، ټولي سيمه ايزي او ملي ادارې او ډيري مغازې تړلي پاته دي.

https://p.dw.com/p/3WeAK
Griechenland Proteste Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Barai

د دغو ټاپو گانو ښاروالانو او د تقريباً ټولو ادارو صنفي اتحاديو ددغه اعتصاب له لاري غوښتنه کړي ده چي پر نوموړو ټاپوگانو دي ژر تر ژره د مهاجرو بيروبار راکم سي.

محلي سياستوالو او صنفي اتحاديو ويلي دي چي د آتن حکومت بايد ددې غم وخوري چي هغه مهاجر چي هره ورځ له ترکيي څخه دلته راځي، په ټاپوگانو کي تر راجستر کيدو وروسته د يونان دننه ته انتقال سي.

د ساموس ټاپو د پلازميني واتي ښاروال، گيورگوس ستنڅوس د چهارشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وويل چي »موږ نور نه سو کولای په خپل کوچني ښار کي دغه ډول حالت وزغمو. موږ هم بشري حقونه لرو.«

په دغه سيمه کي اوس په مهاجر کمپونو کي شاوخوا څه د پاسه ۷۱۰۰ انسانان ځای پر ځای سوي دي.

Griechenland Generalstreik Lesbos
د لیسبوس په ټاپو کی ډیری دوکانونه تړلي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Barai

د آژې سمندرگي د شمالي برخي، سيمه ايز والي، کوستاس موڅوريس، يوناني تلويزيوني رسنۍ  Open ته ويلي چي »دا يو عمومي اعتصاب دی. زموږ ټاپوگان نه سي کولای د داسي انسانانو د اوسيدو ځای واوسي چي خپل حواس يي له لاسه ورکړي او ډير غمونه يي ليدلي وي«.

د ختيځي آژې د راجستر په مرکزونو او شاوخوا کي څه ناڅه ۴۲ زره انسانان سختي ورځي او شپې تيروي. هره ورځ له ترکيي څخه نوي راغلي مهاجر وراضافه کيږي.

د پرسونل د کمبود له امله تر اوسه پوري، ترکيې ته د رد سوو مهاجرو بيرته استول په سمه توگه پرمخ نه سي تلای.

ملگرو ملتونو په ۲۰۱۶م کال کي داسي يو تړون رامنځته کړ چي له مخي يي ترکيه بايد ټول هغه مهاجر ومني چي دغو ټاپو گانو ته راغلي او په يونان کي د پناه حق نه سي تر لاسه کولای.