1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي د ماشوم مهاجرو وضعيت نور هم خراب سوی

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

د کوچنيانو د ملاتړ سازمان SOS په حواله، د يونان په ټاپوگانو کي د مهاجرو کوچنيانو رواني حالت لا پسې د خرابيدو په حال کي دی. د دغو مهاجرو نيمايي برخه افغانان دي.

https://p.dw.com/p/3X50G
Griechenland Geflüchtete auf der Insel Samos
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi

په يونان کي د دغه مرستندوی سازمان مشر گيورگ پروتوپاپاس د جمعې په ورځ څرگنده کړه چي »دغه کوچنيان تل په بيره کي وي او خراب خوبونه ويني. زياتره يي په ديپريشن اخته دي او ځيني يي حتي د ځان وژني هڅه هم کوې.«

يوازي په جنورۍ مياشت کي۳۵۰۰ نور مهاجر هم زيات سوي دي او دغه کمپونه تراندازې زيات ډير ډک سوي دي.

هغه انتقاد کوي چي حالت د سختي انديښنې وړ دی او دا کار د مهاجرو په اړه د اروپا د سياست ناکامي ښيي. اروپايي ټولنه بايد بلاخره يو مشخص پلان وړاندي کړي تر څو دغو کوچنيانو ته د بشري حقونو په چوکاټ کي د ژوند کولو زمينه برابره کړي.

د SOS په حواله په مجموعي ډول ۴۲ زره پناه غوښتونکي د يونان په ټاپو گانو کي شپې او ورځي تيروي، دا په داسي حال کي چي د دغو ټاپوگانو اصلي نفوس ۲۱۰ زره دی. د هغوی څه د پاسه دريمه برخه کوچنيان دي چي ۶۰ سلنه يي۱۲ کلنۍ ته نه دي رسېدلي. د دغو مهاجرو نيمايي برخه افغانان دي، نور کسان بيا له سوريي او سوماليا څخه راغلي.

د نوموړي مرستندوی سازمان د رپوټ له مخي، په خاص ډول د موريا په کمپ کي حالت ډير ناوړه دی. دغه کمپ چي د ۳۰۰۰ کسانو له پاره ځای لري، پکښي څه ناڅه ۲۰زره مهاجر ځای پر ځای سوي دي چي د نظافت په سختو خرابو شرايطو کي ژوند کوي.

په مخ پر زياتيدونکي ډول د کمپونو ډکيدل، د هغوی په پالنه کي نيمگړتياوي او د مهاجرو نااميدۍ د دې سبب کيږي چي د کمپ د اوسيدونکو ترمنځ سختي شخړي او نښتي هم رامنځته سي.

پروتوپاپاس زياته کړې ده: «د دغو کوچنيانو له پاره دغه ډول حالت په ورځ کي ۲۴ ساعته د خطر په معني دی. په تيره بيا د هغو کوچنيانو او تنکي ځوانانو له پاره چي پرته له والدينو راغلي دي. دا ځکه چي هغوی د زورزياتي او سؤاستفادي پر وخت له ځانه دفاع نه سي کولای. هغوی تر کډوال کيدو وروسته يو وار بيا له کړاوونو سره مخامخ وي او په عين حال کي يې روحي پالنه هم نه کيږي.«

د ژمي يخني حالت نورهم خراب کړی دی. د پروتوپاس په خبره »کوچنيان له يخه ريږدي او ناورغه وي. د ضرورت پر وخت هغوی د زيتونو ونې پرې کوي ترڅو ځانو ته اور بل کړي او يا هم پخلی وکړی.«

هغه له اروپايي ټولني څخه د همدردۍ غوښتنه کوي او وايي چي که ژر تر ژره کوم اقدام و نه سي نو بيره لري چي د دغو کوچنيانو ژوند به له سخت خطر سره مخامخ سي.

(G.P/N.Z(KNA