په يمن کې د آلماني وسلو د کاریدو شواهد
۱۳۹۷ اسفند ۸, چهارشنبهپه يمن کې د ۲۰۱۵ م کال راهيسې جگړه روانه ده چې په زرونه ملکي وگړي یې وژلي دي. ملگري ملتونه په يمن کې د تر ټولو ناوړه بشري بحران څخه خبره کوي. په ميليونو يمنيان د لوږې له لاسه د مرگ له گواښ سره مخامخ دي، په تېره بيا ماشومان.
د استوشيتد پريس خبري آژانس د ۲۰۱۵م کال په نوامبر مياشت کې بندري ښار عدن ته څېرمه د عسکرو د يوه پوځي کتار فلم اخيستی وو. په دغه فلم کې سوډاني عسکر ليدل کيږي چې د متحده عربي اماراتو په پوځي موټرو کې سپاره دي. دا د «Oshkoshs» په نوم زره دارې موټرې دي چې د امريکا له خوا د آلمان د وسلو له تخنيک سره توليد شوي. پر دې موټرو د «Fewas» ډوله وسلو دستگاوې نصب دي چې د آلمان د «Dynamit Nobel Defence» تجهیزاتي شرکت له خوا جوړې شوي دي.
څيړونکې ډلې دوه دغه موټرې يو یې په عدن او بل په ساحلي ښار خوخه کې موندلي دي. د آلمان حکومت په ۲۰۰۹ م کال کې د وسلو ياد شرکت ته متحده عربي اماراتو ته د ۸۱ ميليونو يورو په ارزښت د وسلو د دغه دستگاو د صادرولو جواز ورکړی وو. متحده عربي امارات په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد په ځمکنيو علمیاتو کې برخه اخلي.
د آلمان حکومت: «موږ معلومات نه لرو»
د آلمان وسلې د يمن په جگړه کې کاریږي؟ آلمان حکومت ادعا کوي چې په دې اړه هيڅ معلومات نه لري. د آلمان د اقتصاد وزير پيتر التمایر له ډويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «زه په دې هکله په هيڅ هم خبر نه يم.»
د وسلو د صادارتو له پاره ټاکل شويو مقرراتو له مخې آلمانۍ وسلې باید هغو هېوادونو ته صادرې نه شي چې په وسله والو نښتو کې ښکيل وي. د مثال په توگه سعودي عربستان او متحده عربي امارات. خو دې دواړو هېوادونو چې د آلمان د حکومت د «ستراتیژيکو متحدينو» په سترگه ورته کتل کيږي، په يمن کې د جگړې له پېل وروسته هم وکولی شول په آلمان کې جوړې وسلې را ونيسي. د اقتصاد وزير زياته کړه چې دی پر دې نه پوهيده چې هلته له آلماني وسلو کار اخيستل کيږي.
خو که په دقيقه توگه وکتل شي نو د آلمان د وسلو د شرکتونو توليدات په انځورونو او فلمونو کې سړی پيژندلی شي. دغه انځورونه په انترنت کې لکه پر تویتر، يوتيوب او گوگل کې سړی ليدلی شي.
دغه ډول يو شمير سرچينې د GermanArms څيړنیزې پروژې له لارې ارزول شوي دي. د دويچه ويله خبريالانو د «Stern» ورځپاڼې او يو شمير نورو شبکو ژورنالستانو د يمن په جگړه کې د آلماني وسلو د کارولو په اړه معلومات راټول کړي دي.
عصب: د يمن د جگړې عملياتي مرکز
د ستېلايت د انځورونو پر مټ سړی ثابتولی شي چې متحده عربي امارات په آلمان کې توليد شوې جنگي کښتۍ د يمن په جگړه کې کاروي. دوی د اريتريا عصب بندر چې د باب الا منداب تنگي ته څېرمه پروت دی، کاروي. د عصب او بل اړخ ته د پرتو يمني بندرونو ترمنځ واټن يوازې ۶۰ کيلومتره دی. له دې ځايه د متحده عربي اماراتو کښتۍ ډېر ژر د يمن سواحلو ته رسيږي.
د سعودي عربستان د جنگي کښتيو له خوا د حديده بندر په څېر بندرونو بندول د دې باعث شوي چې د يمن د ولس کړاونه لا پسې زيات شي. د ملگرو ملتونو په حواله اجیر عسکر هم د عصب بندر له لارې يمن ته رسول کيږي.
د آلمان جوړې جنگي کښتۍ
متحده عربي اماراتو خپلې يو برخه جنگي کښتۍ د عصب په بندر کې درولي دي چې په هغه کې د آلمان جوړې جنگي کښتۍ هم شاملې دي. د ستېلايت له لارې په اخيستل شويو انځورونو کې په تکرار سره سړی «Muray Jib» ډوله کوچني کښتۍ ويني چې په بريمن ښار کې د «لیورسن» په نامه شرکت له خوا جوړې شوي دي. شرکت دغه ۶۵ متره اوږدې کښتۍ په «کمو اوبو کې د عملياتو» له پاره مناسبې بللې دي. په وروستي ځل دغه کښتي د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر او همدا راز د ۲۰۱۹م کال په فيبروري میاشت کې په عصب کې ليدل شوې وې.
«آيا آلمان په دې توگه د يمن په جگړه کې شريک دی»
په آلمان کې د جوړو شویو وسلو پرزې او تجهیزاتي تکنالوژي په يو شمير وسلو کې موندل شوې دې چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات یې د يمن په جگړه کې کاروي.
د بشري حقونو د سازمان هیومن راېټس واچ مشر کينت روت، وویل: «آلمان خپل وجدان د دې خبرې له ویلو سره نه شي آرامولو چې يوازې د وسلو پرزې پلوري او نه د وسلو بشپړه سسټمونه.»
هغه زياته کړه چې آلمان سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د وسلو له ورکړې سره په يمن کې په جنگي کې «نيغ په نیغه شريک» دی. د آلمان د مسيحي سوسيال او مسيحي ديموکرات گوندونو او سوسيال ديموکرات گوند د ۲۰۱۸م کال په سر کې په ائتلافي تړون کې پر دې تفاهم کړی وو چې د يمن په جگړه کې شريکو هېوادونو ته به وسلې نه صادروي.