1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وينيزويلا کې د واک پر سر جگړه

۱۳۹۷ بهمن ۴, پنجشنبه

د وينيزويلا د پارلمان مشر خوان گوايدو خپل ځان د دولت مشر نومولی دی. امريکا متحده ايالات يې ملاتړ کوي. خو ولسمشر مادورو چې تر سخت فشار لاندې دی، د وينيزويلا د قوي پوځ پر ملاتړ حساب کولی شي.

https://p.dw.com/p/3C5Pl
Venezuela Juan Guaido in Caracas
انځور: Imago/Agencia EFE

په وينيزويلا کې حکومتي بحران تر هغه وروسته نور هم پراخ شوی چې د پارلمان ځوان مشر خوان گوايدو له ولسمشر نيوکولاس مادورو سره په ښکاره د واک پرسر مبارزه پېل کړه. نوموړي د مادورو سوسيالستي حکومت بې واکه اعلان کړ او ځان یې د لنډمهاله مشر په توگه اعلان کړ.

تر دې څو دقيقې وروسته د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د وينيزويلا د اپوزيسیون دغه مشر د انتقالي دورې د ولسمشر په توگه په رسميت وپيژاند. د امريکا حکومت پر مادورو غږ کړی چې واک په سوله ایزه توگه انتقال کړي او گواښ يې کړی چې په بل صورت کې به له سختو عواقبو سره مخامخ شي. ترمپ وويل: «ټول امکانات پر ميز پراته دي.»

ترمپ د لويديځو هيوادونو له نورو حکومتونو څخه هم غوښتي دي چې گوايدو دي د انتقالي جمهور رئيس په توگه په رسميت وپيژني.

مادورو په غوسه دی

د وينيزويلا سوسيالست ولسمشر د امريکا دغه اقدام ته ډېر چټک غبرگون وښود او له امريکا سره یې د ديپلوماتيکو اړيکو د پرې کولو لارښوونه وکړه. نوموړي پر امريکا تور ولگاو: «د امريکا امپراليست حکومت غواړي په وېنيزويلا کې يو گوډاگۍ حکومت کښينوي.»

د امريکا دپيلوماتيکي پرسونل بايد په ۷۲ ساعتونو کې له وينيزويلا څخه ووځي. گوايدو هم په خپل وار غبرگون ښوولی او د سفارت له کارکوونکي څخه يې غوښتي دي چې پاته شي. او نوري لارښووني بايد پامه و غورځول شي.

Venezuela Nicolas Maduro in Caracas
مادورو ماته نه منيانځور: picture-alliance/dpa/A. Cubillos

او له واشنگټن څخه هم ورته سملاسي ځواب ورکړل شو: د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو وويل: «امريکا متحده ايالات د مادورو رژيم د وينيزويلا د حکومت په توگه نور په رسميت نه پيژني.» هغه زياته کړه: «په نتیجه کې د امريکا حکومت په دې باور نه دی چې د پخواني ولسمشر مادورو حکومت په قانوني توگه له امريکا سره د ديپلوماتيکي اړيکي د قطع کولو واک لري او يا زموږ ديپلوماتان په نا خوښو کسانو کي شامل کړي.»

پوځ د ځواک يو فکتور

مادورو لا يوه مهره لري: هغه ځواکمن پوځ دي چې د جنرالانو یې د دې په فساد او بې وزلۍ ځپلي هيواد مهم ځايونه په لاس کي دي. پوځ د تيلو تجارت، د خوراکي توکي واردات، بانکونه او د کانونو شرکتونه کنترولوي.

د دفاع وزير ولاديمير پادريمو مادورو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.  نوموړي د تويتر پر خپله پاڼه ليکلي: «د هيواد عسکر به داسې يو ولسمشر ونه مني چې د دښمن له خوا واک ته رسول شوي وي او يا يې ځان پخپله له ناسمې لارې واک ته رسولی وي.» نوموړي زياته کړې: «پوځ زموږ د اساسي قانون ساتونکی او زموږ د ملي حاکميت تضمين کوي.»

گواېدو بيا د پوځ څخه غوښتنه کړې چې د مادورو د حکومت له مخالفينو سره ودريږي. په دې برخه کې ورسره مايک پمپيو هم مرسته کړې. نوموړي د وينيزويلا پر پوځ غږ وکړ «چې د ديموکراسۍ ملاتړ وکړي او د وينيزويلا ټول وگړي وساتي.»

نژدې ټول لاتين امريکا د متحدو ايالاتو پر پله پل ايښی

د امريکا متحدو ایالاتو له خوا د وينيزويلا د نوي ولسمشر تر په رسميت پيژندلو وروسته برازيل، پاراگوای، گواتېمالا، کوستاريکا او اکوادور، گوايدو د انتقالي دورې د مشر په توگه په رسميت وپيژاند. د امريکا د دولتونو ټولنې (OAS) مشرتابه د گوايدو د ملاتړ اعلان کړی.

Venezuela Proteste gegen Maduro | Erinnerung Ende Diktatur1958
د اپوزيسيون په پلوۍ راوتلي کسانانځور: Reuters/C.G. Rawlins

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولې فيدريکا موگيريني په وينيزويلا کې د نويو ټاکنو غږ کړی او د اپوزيسيون په مشرتوب د نوي حکومت ملاتړ اعلان کړی. خو موگيريني د گوايدو په رسميت پيژندني خبره ونه کړه. ځکه په اروپايي ټولنه کې د بهرنيو دولتونو او حکومتي مشرانو په رسميت پيژندل په عمومي توگه د هر يوه غړي هيواد د ملي دولت خپله پريکړه ده.

په مظاهرو کې گډوډي

د اپوزيسيون په غوښتنه د چهار شنبې په ماسپښين په ټول هيواد کې په لسونو زره خلک د د سوسيالستي حکومت پر ضد سړکونو ته را ووتل. مظاهره کوونکي د «موږ آزاد يو» او «حکومت به نړيږي» شعارونه ورکول. پوليسو پر مظاهره کوونکو اوښکې بهونکی گاز وپاشه او پر هغوی یې د ربري مرمیو فايرونه وکړل.

د مادورو پلويان هم سړکونو ته راوتلي ول څو له حکومت سره يووالی څرگند کړي. د جنورۍ ۲۳ نيټه د دې هيواد له پاره سمبوليک ارزښت لري. په ۱۹۵۸م کال کې په همدې ورځ د پخواني ديکتاتور مارکوس پیرز خيمنيز حکومت ړنگ شوی وو.