1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکزونه فعاله شول

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۵, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولسوالیو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه فعاله کړل. کمیسیون له خلکو وغوښتل چې له دغه مرکزونو څخه خپل کارتونه تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/19FBl
انځور: AP

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې د ۳۹۹ مرکزونو څخه چې باید په ولسوالیو کې فعاله شي، ۳۸۵ مرکزونو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای د میاشتې ۲۷مه) عملا په فعالیت پیل وکړ. د هغوی په وینا دغه مرکزونو ته د ټاکنو په اړه اړین مواد استول شوي دي.

د نوموړي کمیسیون مشر، فضل احمد معنوي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «هغه مرکزونه چې له بده مرغه ورته تر اوسه مواد نه دي رسیدلي ۱۴ ولسوالۍ دي. هیله من یو چې په دوو ولسوالیو کې به دغه مرکزونه د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي او په نورو ۱۲ ولسوالیو کې هم هڅه کيږي چې اکمالات صورت ونیسي.»

ښاغلي معنوي وویل چې ۷۶ ولسوالیو ته انتخاباتي مواد د ناامنیو په دلیل د هوا له لارې انتقال شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر په وینا د هغه ولسوالیو له پاره چې د طالبانو تر کنترول لاندي دي، کمیسیون به نور تدابیر تر لاس لاندې ونیسي. معنوي د دغو «تدابیرو» د څرنګوالي په هکله معلومات ور نه کړل. هغه یواځي دومره وویل: «له بده مرغه په هغه ولسوالیو کې چې د دولت تر کنتروله بهر دي، به دغه مرکزونه فعاله نه شي. د دغه ولسوالیو له جملې څخه په زابل ولایت کې د کاکړ، په غزني کې د ناوه او په هلمند کې د باغران ولسوالۍ شاملې دي.»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، مشر فضل احمد معنوي
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، مشر فضل احمد معنويانځور: AP

معنوي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې امنیتي ارګانونه به تر راتلونکو څو ورځو پورې د امنیتي وضعیت په اړه کمیسیون ته رپوټ وړاندې کړي.

د رایو ورکونکو د نوم لیکنې پروګرام د غبرګولی د میاشتې پر پنځمه نیټه پیل شو او د ټاکنو د کمیسیون د وینا له مخې په دغه موده کې له ۱۳۰ زرو زیاتو افغانانو خپل نومونه ثبت کړي او د رایې ورکونې کارتونه یې تر لاسه کړي دي.

د دغو کسانو په جمله کې له سلو زور څخه زیات نارینه او تر دیرشو زرو زیاتې ښځي دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو د وینا له مخې هڅه کیږی چې په هغو سیمو کی چی ناامنی ده، په نزدې ګاونډیو سیمو کې د نوم لیکنې لارې چارې تر سره شي، تر څو د دغو سیمو اوسیدونکي د رایې ورکونې له کارتونو څخه محرومه نه شي.

د ټاکنو د کمیسیون نوی ټیم

د افغانستان پارلمان په وروستیو کې د ټاکنو دوه قانونه تصویب کړل. د دغه قوانینو پر اساس د ټاکنو د کمیسیون کمشنران د «غورولو د کمیټې» له لوري پیژندل کیږي او د ولسمشر له لوري ټاکل کیږي.

په اوسني وخت کې د غورولو دغه کمیټه چې د سترې محکمې د ریس، د ولسي او مشرانو جرګو د ریسانو، پر اساسي قانون د څارنې د کمیسیون د استازي، د بشري حقونو د کمیسیون مشر او د مدني بنسټونو له یوه استازي څخه جوړې ده، د ټاکنو د کمیسیون د کمشنرانو نوماندانو ته په رایه اچونه بوخت دي.

د غورولو دغه کمیټه ۲۷ تنه د ټاکنو د کمیسیون د کمشنرانو په توګه ولسمشر ته معرفي کوي. بیا به ولسمشر د ۲۷ کسانو له جملې څخه ۹ تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو په توګه وټاکي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر، معنوي وویل چې د نوو کمشنرانو په ټاکلو سره به، اوسني کارکوونکي خپلې څوکۍ هغوی ته خالي کړي.

خو هغه انديښنه څرګنده کړه چې د ټاکنو تر سره کیدو ته لږه موده پاتې ده او په دغه کمیسیون کې په یوه وخت د دومره خلکو ځاي پر ځای کول ښایي له ځان سره ننګونې هم ولري.

د معنوي په وینا په راتلونکي کال کې ټاکنې په هغه صورت کې په بریالیتوب سره تر سره کیدای شي چې خلک، سیاسي ګوندونه او حکومت د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو له پاره صادقانه همکاري وکړي.