1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وزیرستان کې د درو زرو کسانو مظاهره پای ته ورسیده

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعه

په شمالي وزیرستان کې تر ۳۰۰۰ زياتو ځايي اوسیدونکو خپله مظاهره چې د شنبې په ورځ یې پیل کړې وه پای ته رسولې ده. دغه مظاهرې په سیمه کې د ځايي مشرانو د وژل کیدو پر ضد شوې وې.

https://p.dw.com/p/2xvrK
Pakistan Quetta - Hazara Gemeinde bei Protesten
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/A. G. Kakar

دغه مظاهره چي پکښې تر درو زرو کسانو پکښې برخه لرله، د ناپيژاندو وسله والو له خوا د درو تنو ځايي مشرانو د وژلو په غبرگون کې شوې.

د مظاهره کوونکو او فرانسې خبري آژانس د ځايي خبریال په حواله دغه مظاهره د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پيل شوې وه.

دغه مظاهرې بيا جنوبي وزیرستان ته هم غځیدلي وې. د وزیرستان د ځوانانو ډلې مشر نور اسلام وویل: «مظاهرې د پنجشنبې په ورځ تر هغه وروسته پای ته ورسیدي چې چارواکو موږ ته په سیمه کې د لا ډیرو امنیتي تدابیرو د نیولو ډاډ راکړ.»

د اسلام په خبره په روانه میاشت کې لږ تر لږه اته ځايي اوسیدونکو په بیلابیلو بریدونو کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې د سیمې اوسیدونکي ځکه په غوسه دي چې چارواکو يې د امنیت په موخه کافي اقدامات نه دي کړي.

په شمالي وزیرستان کې ځايي چارواکي محمد عیاض، تایید کړې ده چې اعتراضونه پای ته رسیدلي دي. هغه زیاته کړې ده چې مظاهره کوونکو له چارواکو څخه په لیکلې بڼه ډاډ ترلاسه کړی دی چې په سیمه کې به ګزمې ډیرې شي.

د فرانسې خبري آژانس له خوا د کتل شوي تړون له مخې، امنیتي ځواکونه به له ځايي ملیشو سره په ګډه ګزمي ډیري کړي او سیمې ته به لا ډیر امنیتي ځواکونه واستوي. پر دې هم موافقه شوې ده چې حکومت به هغو کسانو ته چې په وروستیو عملیاتو کې یې کورونه ویجاړ شوي دي تاوان ورکړي.

شمالي وزیرستان په یوه وخت کې د پاکستان طالبانو، القاعدې او حقاني شبکې پټڼځای وو. یاغیانو له همدې سیمې څخه بریدونه پلانول او هغه ځايي اوسیدونکي يې له منځه وړل چې د دوی مخالفت یې کاوه.

د پاکستان پوځ د امریکا متحدو ایالاتو د فشارونو په پایله کې د ۲۰۱۴م کال په منځ کې په دې سیمه کې عملیات پيل کړل چې له کبله یې په زرونو کسان ووژل شول.

د دغو عملیاتو په پایله کې د سیمې امنیت د پام وړ ښه شوی دی، خو ځايي اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د عملیاتو پر مهال دې د پوځ د کړو وړو په اړه څیړنې وشي.

له فبروي میاشتې راهیسې «پښتون ژغورني غورځنگ» د پاکستان په بیلابیلو برخو کې مظاهرې کوي او غواړي چې په دې هیواد کې دې د چارواکو له خوا د غیرقانوني وژنو او لا درکه شویو کسانو پوښتنه وشي.

دغه غورځنگ همداراز پر پاکستان باندي تور لګوي چې په افغانستان کې د یاغیانو ملاتړ کوي او په پایله کې یې سرحدي سیمي بې ثباته کوي.

د پاکستان پوځ بیا په وار وار سره دغه ټول تورونه رد کړي دي.