1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ورځ کې څومره مالګه کارولې شو؟

۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبه

د یوې نوې څیړنې پایلې ښېي چې د نړیوال روغتیایې سازمان د سپارښتنې برخلاف، سړی کولی شي د دغه سازمان له خوا د وړاندیز شوې اندازې دوه برابره مالګه استعمال کړي. لږه مالګه یا بی مالګې خواړه کیدای شي حتی منفي اغیزې ولري.

https://p.dw.com/p/33O8I
Sel rose de l'Himalaya Rosa Salz Tibet
انځور: Fotolia

تر اوسه پورې مو په ډیرو عملي مقالو او د روغتیایې څیړنو په سپارښتنو کې داسې لوستل او اوریدل چې د مالګې استعمال زیان لري. خو د کاناډایې څیړنکو نوي تحقیقات ښېي چې د مالګې د زیانونو په هکله افراط شوی دی.

د کاناډایې څیړونکو نوي تحقیقات د خپل ډول تر ټولو لویې څیړنې دي. په دې تحقیق کې له چين څخه نیولې بیا تر سویډن او کاناډا پورې د ۱۸ هیوادونو ۹۶ زره کسان تر آزموینې لاندې نیول شوي دي او د مالګې د استعمال په ارتباط د دوی روغتیایې حالت په اړه معلومات ثبت او مشخص شوي دي.

کاناډایې څیړونکو د مالګې د استعمال په برخه کې د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا ټاکل شوې اندازه ناسمه بللې ده. نړیوال روغتیایي سازمان د مختلفو هیوادونو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په ورځ کې دې له ۵ ګرامه مالګې (سودیم کلوراید) څخه ډيره نه استعمالوي. خو نوو څيړنو ښودلې ده چې تر ۱۰ ګرامه پورې د مالګې استعمال هیڅ کومه ستونزه نه رامنځته کوي.

آیا بی مالګې یا د لږې مالګې غذایې رژیم اړين دی؟

کاناډایې څیړنکي وایې چې د مالګې ډیر استعمال کیدای شي د یو شمیر خلکو له پاره ستونزه یا ناروغي رامنځته کړي، خو د مالګې د خطر په اړه خبره کېدای شي يوازې په ځينو مشخصو خلکو پورې صدق وکړي.

د آلمان د تغذیې ټولنه تر اوسه پورې تر ډیرې اندازې پورې د نړیوال روغتیایې سازمان د سپارښتنې پورې مقیده ده او د مالګې د روزمره مصرف اندازه یې ۶ ګرامه ټاکلې ده. خو نوې څيړنې ښېي چې کیدای شي دغه اندازه تر دې ډيره زیاته وي.

د پخوانیو ارزونو له مخې چې تر اوسه پورې د مالګې د استعمال د اندازې په برخه کې ترې استفاده کیږي، د مالګې د مصرف اندازه د «قلبي سکتې» له خطر سره مستقيم ارتباط لري. خو کاناډایې څیړونکي وایې په دې برخه کې لویه تیروتنه شوې ده.

۱ د مالکې استعمال او قلبي سکته: نوې څيړنې ښېي چې د مالګې له ډیر استعمال سره حتی د زړه د سکتې خطر کمیږي.

۲ مالګه او مغزي سکته: نوو څیړنو ښودلې ده په هغو سیمو کې چې د مالګې کارونه په کې ډیره ده د بیلګې په توګه په چين کې چې (هر کس په اوسط ډول د ورځې ۱۲ ګرامه مالګه استعمالوي) په واقعي ډول د وينې لوړ فشار له مغزي سکتې سره مستقيمې اړيکې لري.

۳ د ډیرې لږې مالګې استعمال: د عمومي باورونو برخلاف، د مالګې تر اندازې کم استعمال کولی شي د قلبي او مغزي سکتې په زیاتوالي کې اغیز ولري.

نوي تحقیقات د مالګې د استعمال په برخه کې پر تعادل ټينګار کوي او په ټولو مواردو کې د ټولو ناروغانو له پاره عمومي سپارښتنه او توصیه ردوي.

کاناډایې څيړونکو د خپلو تحقیقاتو پر مهال یو بل په زړه پورې کشف ته اشاره کړې ده. د پوتاسیم عنصر چې په کیلې، لوبیا یا حبوباتو، خسته بابو او سبو یا پالکو کې په کافي اندازه موندل کیږي، کولی شي د مغزي او قلبي سکتې خطر را کم کړي.

تحقیق کونکي وایې چې دا یوازې د هغو کسانو په برخه کې لیدل شوی دی چې په بدن کې یې د پوتاسیمو دوز لوړ اندازه شوی وي.

هغه نتیجه چې څیړونکو له دې تحقیق څخه اخیستې ده: د مالګې ډیر استعمال بی له شکه د انسان روغتیا ته زیان رسوي، خو د ډاکټرانو او نړیوال روغتیایي سازمان له خوا د مالګې د استعمال د اندازې په اړه پخوانۍ سپارښتنې هم منسوخ او يا رد شوې دي.