په هوایي ډګر کې د هغه سوغات بد بوي، چې تر کوره ونه رسید
۱۳۹۸ آبان ۲۱, سهشنبهد یوه خوسا یا ګنده شوي شي بد بوي د دوسلدورف هوایي ډګر د مامورینو پام ځانته را واړوه. دوی د دې بد بوې د خپریدو د سرچينې په لټه کې یوې ښځې سره مخامخ کیږي چې له افریقایي هیواد کامرون څخه آلمان ته راغلې او نه یي غوښتل چې تش لاس خپلې کورنۍ ته ستنه شي. نوموړۍ ښځې ۷ کیلو ګرامه د غوا پوست یا پوټکې له ځان سره راوړی وو.
د ګمرک مامورين د دې ښځې بکس خلاصوي او ګوري چې په دوو پلاستیکي کڅوړو کې ۷ کیلو ګرامه د غوا پوټکی په داسې حال کې چې خوسا شوی او چينجي یي هم کړي دي ځای پر ځای شوی.
دغه ښځه چې د آلمان د نورد راین- وستفالن ایالت اوسیدونکې ده په خپل بکس کې د موجودو موادو څخه په دفاع کې وویل چې دا ډیر «خوندور خواړه» دي او کورنۍ یي دا نرم پوټکی خوري.
خو سره له دې هم ګمرکي مامورينو د دې ډول شیانو انتقالول سرغړونه وبلله او دغې ښځې ته یي اجازه ورنه کړه چې دغه «خوشمزه خواړه» له ځان سره کور ته انتقال کړي.
د دوسلدورف ګمرکي مامورين وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې د نورو هیوادونو له داسې مساپرو سره مخامخ کیږي چې له ځان سره غوښه انتقالوي. خو د دوی په خبره دا لومړی ځل دی چې له یوې داسې مساپرې سره مخامخ کیږي چې ۷ کیلو ګرمه حیواني محصول له ځان سره انتقالوي.
دویچه ویله فارسي/ش.ن/ب.ص