په هوايي ډګر کي هيڅکله دغه اته کارونه ونه کړئ!
د سکای سکېنر په نوم شرکت هغه تر ټولو مهم اته کارونه د يو ليسټ په شکل خپاره کړي دي، چي څوک يې بايد هيڅکله په هوايي ډګر کي ونه کړي. انځوريز راپور دلته وګورئ:
مستي
اکثره هغه هوايي ډګرونه چي نړيوال پروازونه لري، پکښي ګڼه ګوڼه خورا زياته وي. په دغو هوايي ډګرونو کي پروازونه او اړونده الوتکو ته ورتلونکي ورونه يا ګېټونه هم زيات او په زياتو مواردو کي پر لويه ساحه وېشلي وي. که مسافر د سفر د پېل څخه تر مخه له نشه کوونکو موادو استفاده وکړي، نو لوی احتمال سته چي پر وخت ځان اصلي ور ته ونه رسوي او الوتکه ورڅخه ولاړه سي.
ډوب خوب
که مو پرواز د شپې ناوخته او يا سهار زیات وختي وي او تاسو ته خوب درځي، نو پام چي چيري په ډوب خوب بيده نه سئ، ځکه کيدای سي تاسو ډوب بيده ياست او الوتکه درڅخه پرواز وکړي.
دلته هلته چکرونه وهل
که تاسو پر دروازه يا ګېټ خپلي الوتکي په انتظار ياست او نفس مو تنګ سي، نو بهتره ده چي له ګيټ څخه ليري ولاړ نه سئ. که تاسو له ګېټ څخه ډېر ليري سئ او دلته هلته په چکر وهلو اخته ياست، امکان سته چي پر وخت بېرته ځان ګېټ ته ونه رسولای سئ او الوتکه درڅخه ولاړه سي.
اعصاب خرابي ګټه نه رسوي
که تاسو په هوايي ډګر کي ياست او ستاسو د طبعې خلاف يو کار وسي لکه ستاسو پرواز ناوخته سي او يا کوم شی درڅخه ورک وي او نه يې سئ پيدا کولای، نو اعصاب خرابول او حوصله کمول هيڅ ګټه نه رسوي. په هر حال کي کوښښ وکړئ چي آرام پاته سئ تر څو په سړه سينه د ستونزې حل ولتولای سئ.
له چارواکو سره مجلس
کله چي چيک اين چارواکو ته ولاړ ياست، نو د هغوی سره د اوږد مجلس اچولو کوښښ مه کوئ. ولي چي هغه کسان چي ستاسو شا ته ولاړ دي هغوی ښايي د بې دليله ځنډ رامنځته کيدو له کبله بې حوصلې سي او يا هم چارواکي مجبوره سي چي ستاسو خبري قطعه کړي او په دې توګه بد خوندي رامنځ ته سي. په هوايي ډګر کي تر بيلو مراحلو د تېرېدو پر وخت صرف د پوښتل سوو سوالونو جواب واياست او مجلسونه مه اچوئ.
نوبت مراعت کړئ
هميشه په قطار کي د خپل نوبت انتظار وکړئ او د بل چا د نوبت اخيستلو کوښښ مه کوئ. که ستاسو مخکي يو څوک په دې وجه د ځنډ سبب کيږي چي په يو شي يې سر نه خلاصيږي نو ورباندي په غوسه کېږئ مه او ل تبصرو کولو څخه ځان وساتئ ولي چي په داسي يو حالت کي ښايي خلکو هغه کس هير سي او تاسو ته يې په منفي توګه توجه واوړي.
ډېر ټوقي مه جوړيږئ
هوايي ډګرونه په هيڅ صورت د مسخرو او ټوقو ځايونه نه دي. په زياته بيا د امنيتي کسانو سره توقي او مسخرې بالکل بايد نه وسي. که ستاسو څخه پوښتنه وسي چي په بسته کي مو څه شی دی، نو هيڅکله ورته بايد داسي له ټوقو ډک جواب ورنه کړئ چي درته ډېر ګران تمام سي.
په لوړ اواز ويډيو کتل
بعضي مسافر الوتکي ته د انتظار پر وخت ويډيوګانې او فلمونه ګوري. خو پام کوئ چي آواز يې دومره جګ نه وي چي ستاسو علاوه يې نور خلک هم واوري او په عذاب سي.