1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې سیلابونه؛ د مړو شمیر ۱۲۴ ته ورسید

۱۴۰۰ مرداد ۳, یکشنبه

په هندوستان کې د سختو وروښتونو او د ځمکې ښویدنې په پيښو کې د مړه شوو کسانو شمیر ۱۲۴ ته رسیدلی دی. هندي چارواکو د يکشنبې په ورځ د دغه خبر په ورکولو وويل چې د ژغورنې ډلې د لسونو لادرکه کسانو د موندلو لټون کوي.

https://p.dw.com/p/3y125
Indien Überschwemmungen in Maharashtra
انځور له آرشیف څخه چې په ۲۰۱۹م کال د هندوستان په مهاراشترا ایالت کې له سيلابونو څخه تښتیدلي خلک ښيي انځور: Reuters/A. Gurjar

د هندوستان لويديځ ساحل د پنجشنبې ورځې راپدېخوا د پيل شوو سختو ورښتونو له کبله اوبو لاندې کړی دی. د هندوستان د میترولوجیکل (هوا پیژندنې) ادارې د راتلونکو څو ورځو په جریان کې د ورښتونو د لا ډيریدو خبرداری ورکړی دی.

په مهاراستهرا ایالت کې ۱۱۴ کسان مړه شوي دي. په دې ډله کې ۴۰ تنه يې د ځمکې ښویدنې په یوه ستره پیښه کې له منځه تللي دي. دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ د ممبي ښار سويل ته پروت د تالیې (Taliye) په نوم کلي د تپې په ښويدو سره رامنځته شوه.

د دغه کلي يو اوسیدونکي، جی رام مهاسک، چې خپلوان يې په ویجاړو کې بند پاتې دي د فرانسې خبري آژانس ته وويل، «ډير کسان چې غوښتل يې له سيمې وتښتیدي اوبو یوړل.»

 ځايي اوسیدونکو دغه آژانس ته ويلي دي چې د څو دقیقو په جریان کې په لسونو کورونه ويجاړ شول، يوازې دوه کانکریټي ساختمانونه په خپل حال ولاړ پاتې دي او د بریښنا شبکه هم قطع شوې ده.

 د ژغورنې کارکوونکي په خټو او ويجاړو کې د ۹۹ لادرکه شوو کسانو د موندلو په لټه کې دي.

 د هندوستان د طبیعې پيښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ځواک یوه افسر، راجیش یاوالا، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو مشري کوي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زما ټول ټیم اوس مهال د ژغورنې پر ماموریت بوخت دی.«

 هغه وويل چې ډيری جسدونه اوبو وړي، چې له هغو څخه ځينې يې لاندې په ونو کې نښتي دي. همدا رنګه په لسونو نور کسان د ممبۍ په سويل کې د ځمکې ښويدنې په دوو جلا پيښو کې مړه شوي دي.

په هندوستان کې د ورښتونو په موسم کې د سيلابونو راوتل او د ځمکې ښویدنې پيښې معمول دی. خام او غیر معیاري کورنه هم مرسته کوي چې د متواترو سختو ورښتنو پر مهال مالي او ځاني تلفات لوړ شي. چارواکو ويلي چې د جمعې په ورځ د ممبۍ ښار په یوه غريب ميشته سیمه کې څلور کسان وروسته له هغې مړه شول چې يو ساختمان ونړید.