1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي انسان وژونکې پړانګه وویشتل سوه

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

یوه پړانګه چي په هندوستان کي یې ۱۳ انسانان خوړلي د تیرې جمعې په ورځ د دغه هیواد په لویدیځ کي د لویو عملیاتو په ترځ کي وویشتل سوه.

https://p.dw.com/p/37g7E
Gerettetes Zoo-Tier aus der IS-Hochburg Mossul
انځور: picture-alliance/Vier Pfoten/A. Savan An

د NDTV ټلویزوني شبکې په حواله د مهارشترا ایالت د ځنگلونو ادارې د «اوني» په نامه د دغې پړانګې د پلټنو او پیدا کولو په موخه یو ۲۰۰ کسیز ټیم په کار گومارلی وو چي په کمرو، بې پیلوټه الوتکو او تعقیبونکو سپیو سمبال وو. دې ډلې تر درو میاشتو وروسته د انسانانو دښمنه دغه پړانګه وموندله او بیا یې وویشته.

ویل کیږي چي دغه شپږ کلنه پړانګه د ۲۰۱۶ میلادي کال له جون میاشتي راهیسې د رالیگوآن په ځنگله کي ډیر کسان وژلي او خوړلي دي. د همدې کال په سپټمبر میاشت کي د هندوستان ستري محکمې د دې پړانګې د ویشتلو اجازه ورکړه. دې پریکړې بیا په انټرنیت کي د حیواناتو د ساتونکو سازمانونو سخت غبرګون راوپاروه. هغوی د«اوني» د ویشتلو پر ضد احتجاجونه وکړل او ویې ویل، چي د ځنگل دارۍ ادارې باید هغه ژوندۍ نیولای وای. خو بیا د دې برعکس ټلویزونونو د هغو خلکو انځورونه هم خپاره کړي دي چي د دغې پړانګې په وژلو باندي خوشالۍ کوي.

Indien | Bengali Tiger
انځور: Getty Images/AFP

په هندوستان کي د نړۍ تر بل هر هیواد ډیر پړانګان ژوند کوي. په دې برخه کې مسوولې ملي ادارې په ۲۰۱۵ کال کي په دغه هیواد کي ۲۲۲۶ پړانګان او پړانګانې حساب کړي دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 21.09.2016)