1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې موسمي بارانونو او سیلابونو سخت زیانونه اړولي

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

هندي چارواکو په وروستیو ورځو کې شا او خوا یو میلیون کسان بیړنیو کمپونو ته انتقال کړي دي او د دوشنبې په ورځ د موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله د مړو شمیر ۱۸۴ ته لوړی شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Nlsw
Indien Überschwemmung in Kerala
انځور: picture-alliance/AP Photo/Indian Navy

د هند سویلي ایالت کیرالا، چې د سیلاني توب له پاره مشهوره دی په پرله پسې ډول د دوهم کال له پاره د موسمي بارانونو له کبله سخت اغیزمن شوی دی. خراب موسم د دې سبب شو چې د هغه ځای کوچنی نړیوال هوایي ډګر تیره اوونۍ د درو ورځو له پاره وتړل شي.

د کیرالا ایالت د پولیسو ویاند پرامود کمار، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «۷۶ کسان مړه شوي دي، ۵۸ لادرکه دي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.»

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د دغه ایالت ویاناډ، ملاپورم او کالیکوټ په شمول د سختو اغیزمنو شوو ولسوالیو څخه شا او خوا ۲۸۸ زره کسان بیړنیو کمپونو ته لیږدول شوي دي.

Indien Srirangapatna Mandya district in Karnataka Überschwemmungen durch Monsun-Regen
په کرناټک ایالت کې سیلابونو ډیرې ویجاړۍ رامنځ ته کړي ديانځور: picture-alliance/AP

د کیرالا ګاونډي ایالت کرناټک کې هم په تیرو څو ورځو کې ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په وروستیو کلونو کې د سختو سیلابونو شاهد وو.

د کرناټک ایالت یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د فرانسې خبري ته ویلي دي چې ۵۸۰ زره کسان يې له دغه ایالته خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

د موسمي بارانونو له کبله په اغیزمنو شوو سیمو کې مهمې لویو لارو ته زیان اوښتی او یا هم تر اوبو لاندې شوي دي چې تګ راتګ پرې نه شي کیدای.

د بیړنیو چارو ځايي پرسونل او د اردو، سمندري او هوایي ځواکونو عسکر د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو په چار بوخت دي.

Indien Bagalkot district in Karnataka Überschwemmungen durch Monsun-Regen
سیلابونو، لوی لارې یا سختې زیانمنې کړې او یا تر اوبو لاندې دي چې تګ راتګ پرې نه شي کیدیانځور: AFP

هندي رسنیو په مهاراشټر او ګجرات ایالتونو کې د ۶۶ کسانو د مړیني او د زرونو کسانو د مرستو بیړنیو کمپونو ته د لیږدولو رپوټونه ورکړي دي.

په داسې حال کې چې له وچکالۍ سره مخامخ هیواد له پاره موسمي بارانونه د اوبو د منابعو د بیرته تکمیلیدو له پاره حیاتي بلل کیږي، خو په عین حال کې هر کال د ټول هیواد په کچه د سلونو کسانو ژوند هم اخلي.

تیر کال د کیرالا ایالت د یوې سلیزي په موده کې تر ټولو ناوړه سیلابونو و ځپه، چې شا او خوا ۴۵۰ کسان پکښې مړه شول.