1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې مذهبي تاوتریخوالی؛ تر۳۰ زیات کسان وژل سوي

۱۳۹۸ اسفند ۸, پنجشنبه

د هند د پلازمېنې نوي ډهلي په مذهبي ناکراريو کي د وژل سوو کسانو شمېر ۳۴ کسانو ته رسېدلی دی. په دې برخه کي د پوليسو پر لاس نيولي چلند سختي نيوکي کيږي.

https://p.dw.com/p/3YWCB
Indien Neu Delhi | Unruhen durch Proteste für und gegen neues Gesetz zur Staatsbürgerschaft
انځور: Reuters/D. Siddiqui

په نوي ډهلي کي د «اينډين اکسپرس» ورځپاڼي د راپور له مخي په دغه تاوتريخوالي کي چي له پنځو ورځو راهيسي د نوي ډهلي په مسلمان مېشته سيمه کي روان دی، تر ۳۵ زيات انسانان وژل سوي او تر ۲۵۰ زيات ټپيان سوي دي. د هند پخواني لومړي وزير من موهن سنگ د «ملي شرم» خبره کړې ده.

په دغو شخړو کي د پوليسو پر لاس نيولي چلند سختي نيوکي کيږي. په نوي ډهلي کي د سيمه ايزي محکمې يو قاضي چي د پوليسو دغه چلند يې د نه زغملو وړ وباله، څو ساعته وروسته له دندې گوښه کړل سو.

د نوي ډهلي حکومتي مشر اروند کجريوال د چهارشنبې په ورځ د هندوستان د کورنيو چارو له وزيره غوښتي ول چي د لوړمارانو او سرغړونکو پر وړاندي دي پوځ ځای پر ځای کړي.

د دغه ۱۹ ميليوني ښار (نوي ډهلي) پوليس، د ایالتي حکومت پر ځای مرکزي حکومت ته جواب ويونکي دي.

د هند لومړی وزير نریندر مودي چي د دغو ناآراميو پرمهال هند ته د امريکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ ته په ښه راغلاست بوخت وو، د ژر نه اقدم کولو تور دی.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې څو ورځي د پوليسو په مخکي په وسپنو، سوټو او په کور کي جوړ سوو بمونو سمبالو کسانو د مسلمانانو کورونو او دوکانونو ته اورونه واچول او خلک يې ووهل. څلور مسجدونه هم نړول سوي دي.

دغه تاوتريخوالی د تابعيت د نوي قانون پر سر راپورته سوی چي په ډسمبر کي تصويب سو. د دغه قانون له مخي له گاونډيو هيوادونو پاکستان، افغانستان او بنگله ديش څخه راغلو غير مسلمانو ته د هند تابعيت ورکول کيږي. منتقدين دا کار د هند له اساسي قانون څخه سرغړونه بولي چي د مذهب بې طرفۍ ته ژمن دي. د نوموړي قانون پر ضد مظاهرو کي تر اوسه، په لسونو کسان وژل سوي دي. ځينو ايالتونو له دې څخه ډډه کړې ده چي نوموړي قانون عملي کړي.

د هند اکثريت يعنی اتيا سلنه اوسېدونکي هندوان دي. دوهمه لويه مذهبي ډله مسلمانان دي چي شمير يي څه ناڅه ۱۸۰ ميليونو ته رسيږي.

(N.Z/S.R(dpa