1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

په هند کې د سپیڅلو غواګانو له کبله ستونزې مخ په ډیریدو دي

۱۳۹۷ آذر ۲۹, پنجشنبه

غواګانې د هندوانو له پاره سپیڅلې دي. دغو مقدسو څارويو ته په سپکه سترګه کتل او یا هغوی ته زیان رسول د دې سبب ګرځیدلی شي چې هندو سخت دریځه کسان یو څوک د دې هیواد په هره سیمه کې په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/3APz5
Kühe in Indien, Agra
انځور: DW/Patrik Germann

په هندوستان کې اوس مهال شاوخوا ۱،۳ میلیارده هندو مذهبه وګړي ژوند کوي. په هندو مذهب کې پر ګڼ شمیر خدایانو سربیره غوا هم یو سپیڅلی او ځانګړی مقام لري. دغه کورني څاروي ته په هندو مذهب کې له دې امله هم په درنه سترګه کتل کیږي، ځکه د هندو مذهبو په باور، غوا د انسانانو د زړه آرمانونه پوره کوي.

د هندوانو په پخوانيو مذهبي کتابونو کې غواوې مقدسې ګڼل شوې دي. د دغه څاروي د هندوانو د خدایانو، څلور پښې د هندوانو د سپیڅلي کتابونو او خلانځې د ژوند د اساساتو سمبولونه دي.

اوس هم په هندوستان کې ډیرې داسې مذهبي ډلې شته چې ځانونه د «غواګانو ساتونکي» بولي. دغه ډلې د هندوانو د مقدس کتاب په حواله وايي چې غواګانې د مور په څیر دي او دا چې هغوی باید حلالې او یا ونه خوړل شي.

د هندوستان په ممبيي ښار کې همداسې یوه ډله چې ځانونه د غواګانو خدمت کوونکي ګڼي، پر خپله رسمي ویبپاڼه له غواګانو څخه تر لاسه کیدونکې شیدې، کوچ او ادرار آن د سرطاني ناروغیو له پاره د درملنې په توګه وړاندې کوي. دغه ادعاوې له ساینس او پوهې سره په ټکر کې دي او په دې برخه کې له غواګانو څخه تر لاسه کیدونکي تولیدات هیڅ اغیزه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان حکومت په دې هکله ګڼ شمیر قوانین هم عملي کوي چې په پایله کې یې غواګانې ځانګړی محافظت ترلاسه کوي. په هندوستان کې د ۲۰۱۲م کال د رسمي شمیرو له مخې ۶۰ زره غواګانې د دې هیواد پر سړکونو باندې په آزاده توګه ګرځي او د هر کال په تیریدو سره په دغه شمیر کې د پام وړ زیاتوالي راځي.

د ځايي چارواکو په وینا په هندوستان کې د غواګانو د ساتنې په تړاو پلي کیدونکي سخت قوانین د دې سبب شوی چې د دې هیواد پر سړکونو باندې د بې څښتنه غواګانو په شمیر کې هر کال د پام وړ زیاتوالی راشي. د غواګانو د ساتنې په برخه کې هندي سخت دریځه هم مخکښ دي او په ځینو پیښو کې د غواګانو په قاچاق کې ښکیل کسان ځای په ځای مجازات کوي.

په دې وروستیو کې د هندوستان پر سړکونو باندې د آزادو غواګانو ګرځیدل له یوې خوا د ترافیکي ګڼه ګوڼې سبب شوی او له بلې خوا دغه څه د ترافيکي پیښو د زیاتوالي سبب هم ګرځیدلې ده. سربیره پر دې، د غواګانو د حلالولو، د غوښې د خوراک او خرڅلاو او همدا راز د غواګانو د قاچاق له کبله د جنوبي آسیا په دې هیواد کې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.