1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د همجنسبازان حقونه ورځ تر بلې ډیریږي

۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه

د هندوستان سترې محکمې د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې پر شپږمه نیټه د بريتانيا د استعمار د وخت يو قانون لغوه کړ. د دې قانون له مخې په هندوستان کې همجنسبازان مجازات کیدای شوای.

https://p.dw.com/p/3P9PN
Indien "Homosexuell Rechte" Parade
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/T. Topgyal

د هندوستان سترې محکمې تیر کال د سپتمبر میاشتې پر شپږمه نیټه د جزا قانون ۳۷۷مه ماده لغوه کړه. له دې کار سره په دغه هيواد کې د میشتو همجنسبازانو په ژوند کې اساسي بدلون رامنځ ته شو. د بريتانوي هند د وخت په قانون کې همجنسبازي، د «طبيعت د نظم خلاف» يوه پديده ګڼل کيده او همجنسبازانو ته به جزا ورکول کيده.

ويواک کيشور او ويشوا شريواستاو، دوه همجنسبازان دي. دوی تر يوه کال مخکې پورې آن دا فکر هم نه شوای کولای چې يوه ورځ دې په ټولنه کې خپل احساسات په آزاده توګه بيان کړي. يو کال مخکې، هغه مهال چې د کيشور مور او پلار د خپل زوي له جنسي تمایل څخه خبر شول، نو هغه یې ووهه، ویې ګواښه چې پولیسو ته به یې وسپاري.

خو اوس يو کال وروسته کيشور وايي: «زما له هيلو څخه يوه دا وه چې موږ دواړه په خپلو کې همبستره شو او څوک مو مجازات نه کړي.»

دغه ۲۴ کلن ځوان چې اوس د خپل د ژوند له ملګري سره په نوي ډهلي کې ژوند کوي، وايي: «اوس د همجنسبازانو والدين هيڅ داسې قانوني امکان په لاس کې نه لري چې وشي کړای پر ضد يې وکاروي.»

Homosexualität in muslimischen Ländern
د مسلمانانو په ګډون د محافظه کاره ډلو مخالفتونهانځور: picture-alliance/dpa/S. Gupta

په هندوستان کې د دغې ټولنيزې ستونزې پر وړاندې مبارزو څو لسيزو دوام لرله. دغه مبارزه په ۱۹۹۰ مو کلونو کې پيل شوه. د نوي ډهلي سترې محکمې په ۲۰۰۹م کال کې د يو حکم په صادرولو سره پریکړه وکړه چې د جزا د قانون ۳۷۷مه ماده په هغه صورت کې چې جنسي اړیکه د دوو خوا په خوښه وي، د تطبیق وړ نه ده. خو هندو، مسلمان او مسيحي محافظه کاره ډلې د محکمې د دغه حکم پر ضد د استيناف غوښتونکې شول او په اړه يې اعتراضونه وکړل. دغو ډلو هڅې وکړې چې محکمه د حکم لغوه کولو ته اړ کړي چې بیا په ۲۰۱۳ کال کې په دې کار وتوانیدل.

په ۲۰۱۶م کال کې دغه مسئله د هندوستان د یو شمیر مطرح ټولنيزو شخصيتونو له خوا یو ځل بیا محکمې ته وړاندې شوه. د همجنسبازانو د حقونو څخه مدافع انجيلا ګوپلان، وويل: «دا ډيره مهمه خبره ده چې هغه کسان چې یو موقف لري، خپل غږ پورته کړي. ځکه د یوه کس له پاره دا ډیر سخت کار وي چې ومني همجنسباز دی.»

 ګوپلان په عين وخت کې دا هم مني چې يوازې د سپتمبر په ۶مه د دغه قانون لغوه کيدل کافي نه دي، بلکه د خلکو افکارو ته هم بايد په اساسي او واقعي شکل سره بدلون ورکړل شي. تير کال په هندي ټولنه کې يو څه تغييرات احساسيدل او هغه ځکه چې د همجنسبازانو حضور د بالييوود فلمونو په ګډون، په مختلفو برخو کې وليدل شو.

خو کيشور او شري واستاو د دغه زوړ قانون د مادې له لغوه کيدو مخکې په ۲۰۱۷م کال کې سره واده وکړ. د شري واستاو مور پريتي، د خلکو او خپلوانو ټولې ترخې خبرې او پيغورونه واوریدل خو بیا یې هم د خپل زوی ملاتړ وکړ.

ks/ms (afp)