1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هند کې د «نیپا» ویروس په اړه معلومات

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

د هند په کراله ایالت کې د «نیپا» ویروس د خپریدو له امله تراوسه پوري لس کسان مړه شوي دي. په مړه شوو کسانو کې هغه ۳۱ کلنه روغتیاپاله هم شامله ده چې په دغه ویروس د یو اخته ناروغ درملنه یې کوله. «نیپا» څه ډول یو ویروس دی؟

https://p.dw.com/p/2yBzX
Nipah-Virus Infektion
انځور: picture-alliance/BSIP/CDC

نیپا څه ډول ویروس دی؟

نیپا ویروس هغه ناروغي ده چې د خپل اصلي کوربه یعني «آسمان څکالي» څخه حیواناتو او انسانانو ته په یو شان سرایت کولای شي. پر دې ویروس ځکه د «نیپا» نوم ایښودل شوی چې هغه په لومړي سر کې  په ۱۹۹۸م کال کې د مالیزیا د «سونگای نیپا» په کلي کې تشخیص شو. په هغه وخت کې دغه ناروغي د خنځیرانو (خوگانو) په مینځ کې خپره شوه او په نتیجه کې ۳۰۰ انسانان پرې اخته شول او د یوه کال په موده کې یې څه دپاسه ۱۰۰ کسان ووژل. د دغې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي له پاره په هغه وخت کې په ميلیونونو خوگان له مینځه یوړل شول او په نتیجه کې یې د مالیزیا سوداگرې ته سخت تاوان ورساوه.

«نیپا» ناروغي څه ډول یو بل ته سرایت کوي؟

د دغه ویروس وروستي شیوع ښي چې له هغه سره اخته شوي انسانان او کورني حیواناتو لکه څارويو( غوا یا غوایی) او دغه راز خوگانو سره مستقیم تماس د دې سبب کيږي چې دغه ویروس روغ انسان یا روغ حیوان ته هم ولیږل شي. دغه راز کیدای شي چې د ملوث شوو میوو د خوړولو له لارې هم انتقال شي.

په ۲۰۰۴م کال کې په بنگلدیش کې د «نیپا» د ویروس یوه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې خلکو د خامو خرماو شربت څښل.  د دغې پیښې څیړونو وښودله چې دغه میوه د «آسمان څکالي»  په لاړو او تشو بولو سره ملوث شوې وه. داسي فکر کیږي چې د هند په کراله کې د دغې ناروغۍ د نوي شیوع دلیل هغه مړه «آسمان څکالي» وي چې د نوموړي ایالت د «چنگاروت» په کلي کې د یوې کورنې په شخصي څاه کې وموندل شول.  په لومړي سر کې د دغۍ کورنۍ غړي پرې اخته شول او بیا د کلي نور خلک چې له هغو سره په تماس کې شوي دي.

Bildergalerie Nipah-Virus
د چنګاروګ کلي په یوې څا کې د یوه آسمان څکالي د لویدو له کبله دغه ناروغي خپره شوې ده. انځور: Getty Images/AFP

د دغي ناروغۍ نښاني څه دي؟

د «نیپا» په ویروس اخته کیدل کیدای شي چې د مغز د التهاب سبب وگرځي چې په طبي اصطلاح ورته «انسفالیتیس» ویل کیږي. د امریکا متحدو ایالاتو د ناروغیو د کنترول او وقایوي مرکز د معلوماتو له مخې د دغه میکروب د ودې موده د پنځو تر څوارلس ورځو په مینځ کې ده، څرنگه چې د ناروغۍ علایم  وروسته له درې تر ۱۴ ورځو پوري معلومیږي.

د ناروغۍ لومړۍ نښانې: تبه، استفراق، زړه بد والی او سخت سرخوږی دي، ځیني ناروغانو ته سخت تنفسي تکلیف پیدا کیږي. د لومړیو نښانو په تعقیب انسان ته بي خودي، بې خوبي او رواني اختلال پیدا کیږي. د یوې یا دوو ورځو په موده کې کیدای شي چې انسان په کوما کې واچوي او مړ شي. د «نییا» ویروس په نتیجه کې د مړینې کچه ۷۰ سلنه ده.

د درملني لاري چاري څه دي؟

تراوسه پوري د «نیپا» ویروس پر ضد کوم واکسین وجود نه لري، نه د انسان او نه هم د حیوان له پاره. یواځنۍ درملنه یې پر له پسې پرستاري او ټینگ مراقبت دی. اخته کسان باید سمدلاسه په قرنتین کې شي چې ناروغۍ یې نورو ته سرایت ونه کړي. دا چې دا ناروغي د تماس په نتیجه کې له یو شخص څخه بل شخص ته  سرایت کوي، د ملوث کیدو د مخنیوي له پاره په منظم توگه باید وضعیت پروتوکول شي.

تاسي خپل ځان څرنگه له دغې ناروغې څخه ساتلای شئ؟

د ملوث کیدو د مخنیوي له پاره باید خلک په اغیزمنو ساحو کې له هغو خلکو او دغه راز کورني حیواناتو سره تماس ونه نیسي چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي. خلک باید په دغه ساحه کې د اومو یا خامو خرماوو شربت له څښلو یا نورو خام میوو له خوړولوڅخه ډډه وکړي.

د هند په کراله کې چارواکو  اضطراري حالت اعلان کړی او روغتیايي مرکزونه او کمپونه یې جوړ کړي، څو وضعیت کنترول کړي او د دغه ویروس د لا خپریدو مخه ونیوله شي. هغوی دغه راز خلکو ته د دغې ناروغۍ د ملوث کیدو د مخنیوي او د میوو د خوراک په هکله لاري چاري ورښي او اړین معلومات ورکوي.