1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په هند کې د مذهبي کرکې پر بنسټ وژنې ډیرې شوي دي

۱۳۹۸ مرداد ۱۹, شنبه

په هندوستان کې د مذهبي کرکې د انګیزې پر بنسټ د جرمونو ګراف لوړ شوی دی. مذهبي افراطي هندوان د غویانو د سپیڅلتیا او حفاظت په برخه کې د نورو مذاهبو د پیرويانانو زغملو ته تیار نه دي.

https://p.dw.com/p/3Nh58
Indien - Protest gegen Hass und Mob Lynchen
انځور: Imago/Hundustan Times

د ټولنیزو چارو کارپوهان وایي چې په تیرو پنځو کلونو کې د مذهبي کرکې پر مبناء د جرایمو په برخه کې په پرله پسې ډول زیاتوالی رامنځته شوی دی. نږدې هره اونئ یو کس د مذهبي کرکې د جرایمو قرباني کیږي. د یو شمیر داسې پيښو پر وړاندې اعتراضونه هم شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې داسې پيښې غندل کیږي، خو د حکومت له خوا یي په اړه په ظاهره کې شدید غبرګون نه ښودل کیږي.

هندوستان چې اکثریت اوسیدونکي يي هندو مذهبه او په عقیدوي لحاظ غوا ته د یوې سپيڅلي پدیدې په سترګه ګوري. دوی پر مسلمانانو تور لګوي چې مقدساتو ته یي درناوی نه کوي.

په یوه تازه پيښه کې یو عیسوی له غوا څخه د ساتنې او حفاظت په نوم ووژل شو. ۵۵ کلن پرکاش لاکړا، چې د هند د جهاړکهنډ ایالت د مسیحې اقلیت پورې یي تعلق درلود، سخت دریځه هندوانو د غوا د ذبح کولو په تور وواژه.

Indien Chitrakoot - Streunendes Vieh
هندوان په عقیدوي لحاظ غوا ته د یوې سپيڅلي پدیدې په سترګه ګوري. انځور: DW/S. Mishra

د دې قتل په هکله د افسوس خبره دا ګڼل کیږي چې پولیسو ورته هیڅ توجه ونه کړه. په دې پيښه کې هندو مذهبه سخت دریځو درې تنه عسویان ډیر سخت ټپیان کړي ول. په پيل کې نه خو سیمه ایزو پولیسو او نه هم عام خلکو پر دې پيښې غوږ وګراوه. کاکړا، او نور زخمیان چې د افراطي هندوانو له خوا وهل او ډبول شوي وو، له ډیرو شدیدو ټپونو سره تر یوه ساعت د ډیر وخت له پاره پر سړک پراته وو او چا ورسره مرسته نه کوله.

د سیمه ایزو خلکو په حواله پولیسو په اګاهانه توګه له ټپیانو سره مرسته ونه کړه. د څارونکو په حواله دې پيښې د هندوستان د حکومت هغه کمزوري واضحه کړه چې تر اوسه پورې د مذهبي کرکې پر بنسټ د رامنځته کیدونکو جرمونو د کنترول په برخه کې ناکام پاتې دی.

پولیس دری میاشتې وروسته د پرکاش لاکړا، د قتل په اړه تحقیقات پيل کړل. ویل کیږي چې پولیسو د سیمه ایزو عیسوي مذهبه قبایلیانو د مظاهرو د فشار له امله د دې پيښې په اړه څیړنې پيل کړې. د تحقیقاتو پر مهال لږ تر لږه درې تنه هندو سخت دریځه ونيول شو.

په تیرو پنځو کلونو کې په هندوستان کې د لومړي وزیر نریندر مودي د «بهارتیا جنتا پارتي» ملتپاله ګوند د حکومت د پیل راهیسې تر اوسه پورې د مذهبي کرکې پر بنسټ د رامنځته شویو جرایمو شمیر ۲۷۶ ښودل شوی دی.

د ټولنیزو چارو کارپوهانو په حواله حقیقې شمیرې تر دې ډیرې لوړې دي، خو دا یوازې هغه پيښې دي چې پولیسو ثبت کړي دي. د روان کال له پيل راهیسې د مذهبي کرکې پر بنسټ ۲۳ پيښې ثبت شوي دي. په دې وروستیو کې د داخلي هوایي چلن یوه پخواني وزیر جی انت سنها، هغو اتو کسانو ته د مبارکۍ پيغام ورکړ چې د یوه مسلمان سوداګر د وژنې له امله ورته سزا اورول شوې وه.

آژانسونه/ ش.ن/ ا.ا