1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د حج د عریضو ټوله پروسه ډیجیټالي شوې

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د هندي چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د مسلمانو اتباعو له پاره د حج د عریضو اړونده ټولې چارې ډیجیټالي شوي دي. د یوه اپ له لارې حج ته تلونکو کسانو له پاره د معلوماتو تر لاسه کولو او د شکایتونو ثبتیدو آسانتیا هم برابریږي.

https://p.dw.com/p/3U8Hw
Saudi-Arabien Mekka 2019 | Kaaba
انځور: picture-0alliance/ZUMAPRESS/A. Amra

هندي چارواکو ادعا کړې ده چې دغه هیواد لومړنی هیواد دی چې د حج د عریضو او سفري معلوماتو ټوله اړونده پروسه یې ډیجیټالي کړې ده. د اقلیتي چارو وزیر مختار عباس نقوي دغه اعلان د هند او سعودي عربستان ترمنځ د حج د ۲۰۲۰م کال د یوه تړون تر لاسلیکولو وروسته وکړ.

دغه تړون په مکه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې چارو وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتان په حضور کې لاسلیک شو. مختار عباس نقوي ویلي دي چې «هندوستان د نړۍ داسې لومړنی هیواد شو، چې د حج اړونده ټولې چارې په بشپړ ډول ډیجیټالي کړی شوې.»

په دې تړاو چې هندوستان کوم اعلان کړی دی، پکې یو شمیر سهولتونه شامل دي. د هند د اقلیتي چارو وزیر د ټویټر په یوه پیغام کې په دې اړه لیکلي دي چې د دغه پروګرام له لارې به آنلاین عریضې، الیکترونیکي ویزا، د روغتیا اړونده الیکترونیکي کارت، د حاجیانو د سامان او هوایي شرکت اړونده معلومات، په مکه او مدینه کې د هستوګنې ځایونه او د مهال ویش په هکله هر ډول معلومات ورکول کیږي.

په دې ډول حج ته تلونکي کسان به له مخکې خبر وي چې د بیلګې په توګه مکې او مدینې ته تر رسیدو وروسته به په کوم هوټل او کومه خونه کې پاتې کیږي او له هوایي ډګره به کوم نمره سرویس کې کيني.

حاجیانو ته به د سفر پر مهال یو خاص سم کارت ورکول کیږي او هغه به له یوه ځانګړي اپ سره وصل کیږي او په دې ډول به هغوی تازه آنلاین معلومات تر لاسه کوي. که چیرې هغوی په کوم پړاو کې له یوه مشکل سره مخامخ کیږي نو په آنلاین بڼه به خپل شکایت هم ثبتولی شي، چې د حل لارې موندلو هڅه به یې کیږي.

Bildergalerie Muslimisches Opferfest Eid al Adha 2012
انځور: Reuters

پر دې سربیره د هند په ممبۍ کې په «حج هاوس» کې د آنلاین آسانتیاوو د لا ښه کولو له پاره ځانګړي اقدامات شوي دي، چې حج ته تلونکو کسانو چارې به نورې هم آسانه کړي.

د هند حکومت وایي چې د دغه ډیجیټال پروګرام له لارې د حج د چارو اړونده ټول شخصي او حکومتي سازمانونه هم په بشپړ ډول د ډیجیټال سیستم سره وصل شوي دي او په دې ډول به د هند د مسلمانانو له پاره د حج پروسه نوره هم آسانه او شفافه شي.

د حکومتي سرچینو په وینا په ۲۰۲۰م کال کې به شا او خوا ۲۰۰ زره هندي مسلمان اتباع د حج د ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته ولاړ شي او هیڅوک به کومه حکومتي مرسته نه ترلاسه کوي. د هند حکومت څو کاله ترمخه حاجیانو ته ورکول کیدونکي سبسایډي يا حکومتي مرسته ختمه کړې وه.

په تیرو وختونو کې د حاجیانو له خوا پر هندي چارواکو باندې د بې غورۍ تورونه هم لګیدل او په دې تړاو د ډیرو شکایتونو وروسته حکومت د دغه ټولې پروسې د ډیجیټالي کولو پریکړه وکړه.

په تیرو وختونو کې داسې شکایتونه هم اوریدل کیدل چې له حاجیانو څخه به کرایه د پنځه ستوریزو هوټلونو اخیستل کیده خو د هغوی د اوسیدو له پاره به ډیر ارزان بیه ځایونه نیول کیدل. خو اوس چارواکي وایي چې دغه ډول شکایتونو ته به رسیدګي کیږي.