1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د جمهوریت ورځ د مظاهرو تر سیوري لاندې ولمانځل شوه

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د برازيل ولسمشر جیئر بولسونارو په هند کې د جمهوریت ورځې د کلنیو مراسمو خاص میلمه وو. په ممبئې کې د بولسونارو پر ضد احتجاجونه وشول. بل لور ته د ټول هیواد په کچه د تابعیت قانون پر ضد د مظاهرو لړۍ روانه وه.

https://p.dw.com/p/3Wpo9
Indien | Feierlichkeiten Tag der Republik
انځور: Reuters/A. Hussain

نن د جنورۍ په ۲۶ نیټه په هندوستان کې د جمهوریت د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړي مراسم ترسره شول. په نوي ډهلي کې په زرګونو پوځي افسرانو د هیواد ولسمشر ناته کووند، ته د درناوي مراتب ترسره کړل. هند د خپل پوځي قوت په ښکاره کولو سره د دې رسم ګذشت په ترڅ کې توغندي، ټانکونه، رفائل جټ الوتکې، چینوک او اپاچي چورلکې هم نندارې ته وړاندې کړې. سربیره پر دې د یو شمیر هندي سیمو نڅا چې په لسګونو سړو، ښځو او ماشومانو په کې برخه اخیستې وه، هم نندارې ته وړاندې کړای شوه.

د دوو ملتپاله رهبرانو لیدنه

د هند د لومړي وزیر نریندر مودي ترڅنګ د برازیل ولسمشر جیئر بولسونارو هم له دې پوځي رسم ګذشت څخه لیدنه وکړه. دواړو ملتپاله مشرانو تیره ورځ د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د ټينګولو اراده څرګنده کړه او د تیل او ګازو ترڅنګ یي په دفاعي برخه کې د پانګونې مختلف تړونونه لاسلیک کړل.

 د یادونې وړ ده چې تیر کال برازیل د هند له لورې د بورې پر صادراتو د سبسیډۍ ورکولو له امله د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې ته شکایت کړی وو چې له دې سره به په نړیوال مارکیټ کې رقابت ته زیان ورسیږي. په نړیواله کچه د ګنیو په تولید کې تر برازیل وروسته د هندوستان نوم اخیستل کیږي.

Indien | Feierlichkeiten Tag der Republik | Brasilianischer Präsident Bolsonaro mit indischem Ppräsident Ram Nath Kovind
د هند د لومړي وزیر نریندر مودي ترڅنګ د برازیل ولسمشر جیئر بولسونارو هم له دې پوځي رسم ګذشت څخه لیدنه وکړهانځور: Reuters/A. Hussain

سربیره پر دې د جمعې په ورځ د هند په ساحلي ښار ممبئې کې دغه هیواد ته د ښي اړخي ګوند پورې تعلق درلودونکي پخواني پوځي چارواکي او اوسنی ولسمشر جیئر بولسونارو د سفر پر ضد احتجاجي مارش هم ترسره شو.

مظاهره کونکو د اقلیمي بدلونونو په اړه د بولسونارو پر دریځ نیوکه وکړه او د ښځينه سیاستوالو پر ضد د هغه جنسیتي څرګندونې یې هم تر پوښتنې لاندې راوستلې.

د تابعیت قانون پر ضد مظاهرې

نن د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۶ نیټه) د جمهوریت ورځې په مناسبت مراسمو ترڅنګ د تابعیت د شخړیز قانون پر ضد مظاهرې هم روانې وې. د رپوټونو په حواله د 'Save the constitution'  یا د «اساسي قانون حفاظت» تر عنوان لاندې په بینګالور، حیدرآباد، پونه، کلکته او ممبئې کې هم مظاهرې وشوې. ویل شوي دي چې کیرالا ایالت کې به ۶۲۰ کیلومتره اوږد انساني زنځیر (چې انسانان په کې د رنځیر په شکل یو بل ته لاس ورکوي) هم جوړ شي.

Indien Delhi Proteste gegen neues Einwanderungsgesetz am Tag der Republik
په هندوستان کې د تابعیت قانون ضد مظاهرې لړۍ روانه ده.انځور: picture-alliance/AA/J. Sultan

د هند حکومت په دې وروستیو کې یو داسې نوی قانون منظور کړی دی چې له مخې یي له ګاونډیو هیوادونو پاکستان، افغانستان او بنګله دیش څخه ورتلونکو ټولو مهاجرو ته د هند تابعیت ورکول کیږي، خو مسلمانان په دې کې نه دي شامل. د انتقاد کونکو په حواله دا قانون د هند د سیکولر مفکورې برعکس یا ضد دی.

د جمهوریت ورځې له پاره سخت امنیتي ترتیبات

په هندوستان کې د جمهوریت ورځې د لمانځلو لړۍ په ۱۹۵۰ م کال کې د نوي اساسي قانون تر نافذیدلو وروسته پیل شوې ده. د یکشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې جمو کشمیر او ترڅنګ یي په نورو ایالتونو کې هم سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د هند په شمال ختیځ ایالت آسام کې هم د پنځو لاسې بمونو د برید اطلاع ورکړل شوې. د پولیسو په حواله په دې پيښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی او شک کیږی چې په دې کې کومې ملیشه ډلې لاس درلودلی وي.

دویچه ویله/ ش.ن/ن.ص