1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د تابعيت قانون پر ضد مظاهرې دوام لري

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

په هند کې د تابعیت د نوي قانون پر ضد د احتجاجونو پای نه تر سترګو کیږي. د دغه هیواد په سویل ختیځ چینایي کې د تابعیت د نوي شخړه ایز قانون پر ضد د پولیسو په وینا د دوشنبې په ورځ په لسونو زره کسانو احتجاجونه کړي.

https://p.dw.com/p/3VHG3
Indien Proteste gegen Staatsbürgerschaftsgesetz
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/S. Kanojia

د تابعیت دغه نوی قانون د هند له درو ګاونډیو هیوادونو بنګله دیش، پاکستان او افغانستان څخه د غیر قانوني مهاجرو د تابعیت چاري اسانوي، خو په هغه صورت کې چې دغه کسان مسلمانان نه وي. د دسمبر له لسمې نیټې راهیسې په دغه اکثریت هندو مذهبه هیواد کې په زرونو کسان له همدې کبله احتجاجونه کوي. انتقاد کوونکي د کډوالۍ دغه نوی قانون د هند د سیکولار اساسي قانون سره په ټکر کې بولي، ځکه چې په خبره یې حقوق له مذهب سره تړي.

د هندو نیشنلست ګوند (بي جی پي) څخه لومړی وزیر نریندر مودې بیا برعکس استدلال کوي چې دغه نوی قانون په ګاونډیو هیوادونو کې له هغو مذهبي لږکیو سره مرسته کوي چې تر تعقیب لاندې وي. د هغه په خبره د هند د سرحدي سیمو اوسیدونکي د کډوالوۍ له هجوم څخه اندیښنه لري.

مودي د یکشنبې په ورځ وویل: «دغه قانون په هند کې له ۱،۳ میلیارده انسانانو سره کوم سروکار نه لري. زه د هند مسلمانو اتباعو ته ډاډ ورکوم چې دغه قانون به د هغوی له پاره په هیڅ بدلون را نه ولي.» هغه پر اپوزیسیون باندې د درواغو خپرولو او لاریونونو ته د خلکو د لمسولو تور ولګاوه.

په چینایي کې د سترو احتجاجونو له پاره د ډي ام کې، په نوم د اپوزیسیون ګوند هم غږ کړی وو. دغه ګوند وایي چې په لاریونونو کې تر سلو زرو زیاتو کسانو برخه اخیستې وه. د پولیسو په وینا د دوشنبې ورځې لاریونونه په سوله ایز ډول پای ته ورسیدل. په تیرو څو ورځو کې په دغه احتجاجونو کې تر اوسه ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې زیاتره یې په شمالي ایالت اترپردیش کې ول.

پر دې سربیره د هند وګړي د ټول هیواد په کچه د اتباعو د ثبت پروسې هم په غوسه کړی دي. د دې له پاره اتباع باید دا په اثبات ورسوي چې د دغه هیواد قانوني وګړي دي. تر دې دمخه د اتباعو د ثبت دغه ډول پروسه یوازې په آسام ایالت کې وه.