1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هند: د انتي بیوتیک پر ضد د مقاومو باکتریاو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د هندوستان د روغتياي چارو مسوولينو خبردارې ورکړی دی چې د دغه هيواد له دوه په دريم څخه زيات نفوس يې په خپل بدن کي د انتی بیوتيکو پر وړاندي مقاوم ميکروبونه لري. دلیل یې له انتي بیوتیکو څخه ناسمه او ډیره استفاده ده.

https://p.dw.com/p/3Jwtm
MRSA - Antibiotika-Resistenz
انځور: picture-alliance/BSIP/NIAID

په نوي ډهلې کي د آلمان راديو تلويزیونې شبکې «ARD»  خبريال سباستیان منس، همدغه راز د هندوستان خبري رسنيو د رپوټونو په حواله چې د جون مياشتې په پنځمه نيټه خپاره شول، هغه ميکروبونه چې د انتي بيوتیکو پر وړاندې مقاوم شوي دي په هندوستان کې په چټکۍ سره پراختيا مومې.

د یوې څیړنې ګډونوالو له ډلې څخه د دوه پر دریمه کسانو په بدن کې داسې بکتریاګانې موندل شوي چې نور د انتي بیوتیک پر وړاندې غبرګون نه ښيي. دغه څیړنه د هندوستان د روغتیایي چارواکو په سپارښتنه تر سره شوې ده.

په آلمان کې بیا څيړنو ښوولې چې د لس سلنه انسانانو په بدن کې دغه ډول بکتریاوي شتون لري. ويل کيږي چې په اروپا کی د انتي بيوتیکو پر وړاندې د مقاومت له کبله په کال کې تر ۳۳ زرو پورې انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.     

د حيواناتو په تغذيه کې له انتي بيوتیک څخه تر حده ډیر استفاده

په آلمان کي بیا په ځانګړې توګه د کروندګرو او هغو کسانو په بدن کې د انتي بیوتک پر وړاندې مقاوم باکترا شته چې د حيواناتو د تغذيې په برخه کي په کار بوخت دي. د هغوي په ډله کې د دغه شان باکتریاو لرونکو سلنه ۲۱ ته رسیږي. دليل يې دا دی چې ډير وخت د حيوانانو په تغذيه کې د ناروغيو د خپريدلو د مخنیوي په موخه له انتي بيوتيک څخه کار اخیستل کیږي.

Symbolbild - Hähnchenfleisch - Fleischkonsum
په هندوستان کې په وروستیو وختونو کې له غوښې استفاده ډیره شوې.انځور: picturealliance/A. Franke

په هندوستان کې هم کیدای شي چې د انتي بيوتيک پر وړاندې د مقاومت ډیریدو یو لامل د غوښې ډير خوراک وي. که څه هم د هندوستان ډير اوسیدونکي د مدهبي دلایلو له کبه سابه خوري، خو په وروستیو وختونو کې د دې هیواد د اقتصاد له ښه کیدو سره له غوښې له هندیانو علاقه هم ډیره شوې ده.  

په هندوستان کې پرته د ډاکټر له نسخې څخه انتي بيوتيکو ته لاس رسی

خو په هندوستان کې د انتي بیوتیکو پر وړاندې د مقاومو ميکروبونو پراختیا یو بل لامل هم لري. د دغه څيړنې لیکوالان وايې چې له انتي بيوتيکو څخه له حده ډيره کار اخیستنه هم د مقاومو ميکروبونو د ډيريدو سبب شوي.

روغتیايي چارواکي وايې چې په بدن کې د مقاومو ميکروبونو د شتون له کبله په ځینو واردو کې د ناروغيو د درملنې له پاره له انتي بيوتیک څخه کار نه شي اخیستلی. هغوی ګواښ کوي چې دغه وضعیت خطرناکې پایلې لرلی شي.

Museum für Ekelhaftes Essen  Schwein Antibiotika
د حیواناتو په تغذیه کې د ناروغیو د مخنیوي له پاره له انتي بیوتیکو کار اخیستل کیږي.انځور: picture-alliance/AP/A. Barte Telin

هندوستان په نړۍ کې د انتي بيوتیک د خرڅلاو یو له ستر بازارونو څخه دی. د دغه هيواد روغتياي سیستم له ډيرو نيمګرتياو سره لاس او ګريوان دې. په ډيرو حالتونو کې د ډاکټر له مشورې پرته درمل کارول کیږي او د دې هیواد اوسیدونکي آن انتي بیوتیکو ته د ډاکټر له نسخې پرته هم لاسرسی لرلی شي. خو په آلمان کي انتي بيوتيک يوازي د ډاکټر له نسخې سره اخيستل کيداي شي.