1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د «امفان» توپان سخت زیانونه اړولي

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

په بنګال خیلج کې د «امفان» په نوم توپان د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې سخت زيانونه اړولي دي. د توپان له کبله د ۲۰ کسانو د مړیني او د زرګونو کورونو د ویجاړیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ca0h
Indien Kolkata Schäden durch Zyklon Amphan
انځور: DW/Sudipta Bhowmick

دغه توپان لویدیځ بنګال او د اوډیشا د ساحلي سیمو سربیره په کلکته کې هم زیات تاوانونه اړولي دي.

د لویدیڅ بنګال ایالتي لومړۍ وزیرې ممتا بنرجي د لوی زیان اوښتو څخه یادونه کړې ده. د هغې په خبره دغه توپان له کرونا ویروس هم زیات ناوړه اغیز پریښی دی. په کلکته کې د دغه توپان له کبله درې تنه مړه شوي دي او په دغه ایالت کې د نورو ۱۲ تنو د مړیني خبر ورکړل شوی دی. دغلته د سخت مالي زیان د اوښتي اټکل هم شوی دی.

امفان د چهارشنبې په ورځ بنګال ته رسیدلی وو چې وروسته یې بیا خطرناکه بڼه خپله کړه. دغه توپان چې په یوه ساعت کې یې سرعت ۱۹۰ کیلومتره ته رسیده ډیر شمیر ونې او د بريښنا پای له بیخه ونړولې. پر دې سربیره په زرګونو کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

ممتا بنرجي پر حکومت باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دې ستونزمن وضعیت کې دي سیاست نه کوي بلکې د انساني ضرروتونو پر بنسټ دې مرسته وکړي. دوې ورځې ترمخه د کورنیو چارو فدرالي وزیر امیت شاه، ممتا بنرجي ته د ټولو ممکنه مرستو د برابرولو ډاډ ورکړی وو.

Indien Kolkata Schäden durch Zyklon Amphan
د بنگال په خليج کې دا د تیرو دوو لسیزو تر ټولو ويرونکی توپان ووانځور: DW/Sudipta Bhowmick

تر توپانه دمخه لویدیځ بنګال ۵۰۰ زره او د اوډیشا شا او خوا سل زره اوسیدونکي خوندي ځایونو ته لیږدول شوي وو. دغه کسان د کرونا ویروس څخه د اغیزمنو شوو کسانو له پاره جوړ شوي د قرنطین په مرکزونو کې هم ساتل کیږي.

د کلکتې ښار یوه خبریال دویچه ویله ته وویل چې د ټول هیواد په څیر په لویدیځ بنګال کې هم پر ګرځیدو محدودیتونه لګیدلي او ښارونه تړلي دي نو له دې کبله زیاتره خلک تر خپلو کورونو محدود دي. د هغه په خبره له همدې کبله ځاني زیان هم کم اوښتی، خو د مالي زیان کچه بیا ډیره ده. کورونه ویجاړه شوي او مخابراتي خدمات سخت اغیزمن شوي.

د هند طبیعي پيښو پر وړاندې د غبرګون ادارې ویاند اس ان پردهان، ویلي دي چې دا توپان له کرونا سره د مخامخ هیواد له پاره یوه بله ننګونه ده. د هغه په خبره ادارې یې د مرستې چارې پېل کړي دي خو لیرې پرتې سیمو ته رسیدل سخت کار دی.

دغه توپان د هغو په زرګونو کارګرو ستونزي لا زیاتي کړي دي چې د بې روزګارۍ له کبله له نورو ایالتونو څخه لویدیځ بنګال او اوډیشا کې خپلو کورونو ته بیرته ستنیدل.