1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي غير مسلمان مهاجرو ته د تابعيت قانون تصويبېدل

۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبه

د هند پارلمان د استازو مجلس د سه شنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې هغو غیرمسلمان مهاجرو ته د تابیعت اجازو ورکول کیږي چې له تاوتریخوالي څخه دغه هيواد ته په غیرقانوني توګه رسیدلي وي

https://p.dw.com/p/3BDxq
Indien - Parlament in Neu Delhi
انځور: picture alliance/dpa

د کورنیو چارو وزیر راجنیت سنګ، چې په حاکم ګوند «بهارتي جنتا» پورې تړاو لري دا خبره رد کړه چې دغه قانون تبعیضي برخورد ته لمن وهي. د دې قانون له مخې د هندو، جین او پارسي مذهبي ډلو غړو ته محافظت ورکول کیږي خو بیا هغه کسان چې له اسلامي هیوادونو لکه افغانستان، بنګله دیش او پاکستان څخه هندوستان ته په غیرقانوني توګه ننوځي تابعیت نه ورکول کیږي.

د هندوستان د یوه بل قانون له مخې هغو کسانو ته د دغه هيواد تابیعت نه ورکول کیږي چې په غیر قانوني توګه ورځي، خو نوی تصویب شوی قانون بیا ځینو مشخصو غیر مسلمانو مذهبي ډلو ته په دې برخه کې استثناوې رامنځ ته کوي.

دا اقدام د نرندرا مودي د ګوند یو بله هڅه ده چې وښيي هندوستان په ټوله نړۍ کې د هندوانو د پناه ځای دی. نرندرا مودي او ګوند یې تمه لري چې له دې موضوع څخه په راروانو ټاکنو کې ګټه واخلي.

خو د هندوستان په ځینو برخو کې بیا د دې قانون پر ضد مظاهرې شوې دي. په اسام کې پراخ لاریونونه شوي او مظاهره کوونکو د «بهارت جنتا ګوند» دوه دفترونه هم ویجاړ کړي دي.

د دې سیمې د پولیسو یوه ویاند روښانه کړې ده چې پوليسو تر۷۰۰ ډیر مظاهره کوونکي نیولي دي. پولیسو د لاریون کوونکو پر ضد چې سړکونه یې بند کړي ول او ټایرونو ته یې اور ورته کاوه، له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د مظاهرو یوه تنظیموونکي سموجال بتاچاریا، ویلي دي چې دغه قانون د مذهب له مخې یوې ډلي خلکو ته تابیعت ورکوي او له دې کبله د هندوستان سیکولار اساسي قانون تر پښو لاندې کوي.

بتاچاریا ټینګار وکړ چې ټول غیرقانوني مهاجر باید له هندوستانه ووځي ځکه هغوی ځایي اوسیدونکو ته ستونزې راولاړوي: «موږ همدا اوس له بنګله دیش څخه ډیر مسلمانان لرو چې په غیرقانوني توګه د کلونو په اوږدو کې دلته راغلي دي. اوس حکومت غواړي چې د بنګله دیش هندوانو ته تابیعت ورکړي. موږ غواړو چې ټول غیرقانوني مهاجر وپیژندل او اخراج شي، بې له دې چې دین یې په پام کې ونیول شي.»

تمه نه کیږي چې دغه قانون دې د هندوستان پارلمان په مشرانو جرګه کې تصویب شي، ځکه په دې خونه کې د هندوستان حاکم ګوند اکثریت نه لري. که مشرانو جرگه دغه قانون تصویب نه کړي، نو حکومت کولای شي د یوه فرمان په صادرولو سره هندوانو ته د تابیعت موضوع عملي کړي.

دغه قانون تر بل هر ځای په اسام کې ډیر غبرګونونه راپارولي دي، ځکه دغه سیمه له بنګله دیش سره پوله لري او د بنګله دیش ډير غیر قانوني مهاجر له کلونو راهیسې په اسام کې اوسیږي. په اسام کې د «بهارت جنتا ګوند» ایتلافي شریک «د اسام د خلکو ګوند» د همدې قانون له کبله له حکومتي ایتلاف څخه وتلی دی.