«په هلمند کې ۳۵ ملکيان وژل شوي»
۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبهد رویټرز خبري آژانس د هلمند د ولایتي شورا د دوو غړو له قوله لیکلې دي چې پیښه د یکشنبې په شپه هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو پر یوه کور باندې چاپه ووهله چې د طالبانو له لوري د ځانمرګو برید کوونکو د روزنې له پاره کارول کیده. زیاته شوې ده چې دغه ځای ته څیرمه د واده مراسم هم تر سره کیدل چې تر بريد لاندې راغلی دی.
د رویټرز خبري آژانس د هملند د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان، له قوله لیکلي دي: «۳۵ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. دغو کسانو د موسی کلا ولسوالۍ په خاکسار سیمه کې د برید ځای ته څیرمه په یوه واده کې ګډون کړی وو.»
د ولایتي شورا بل غړی عبدالمجید اخوندزاده بیا د وژل شوو ملکي وګړو شمیر ۴۰ تنه ښيې.
د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په موسی کلا کې د طالبانو پټنځای د بهرنیو افراطیانو له لوري هم کاریده. په بیانیه کې وړاندې راغلي دي: «د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو په پایله کې د طالبانو ۲۲ غړي وژل شوي او نور ۱۴ ژوندي نیول شوي دي.» د دفاع وزارت په وینا په نیول شوو کسانو کې پنځه پاکستانیان او یو بنګله دیشی هم شامل دی. دفاع وزارت زیاته کړې ده چې د ملکي تلفاتو د رپوټونو په هکله به څیړنې وکړي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې د امریکايي پوځ له قوله لیکلي دي چې په برید کې ۲۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، له قوله لیکلي دي چې په دغه برید کې د شپږو بهرنیانو په شمول ۱۴ یاغیان وژل شوي دي. د هغه په خبره دوی د ملکي تلفاتو د رپوټونو په هکله تحقیقات کوي.
(Reuters, AP)