په هلمند کې یوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول
۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه چاودنې د چهارشنبې په ورځ د موسی قلعې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي. د چارواکو په حواله په چاودنو کې شپږ تنه نور وګړي ټپیان شوي هم دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو ډله د دغو بریدونو تر شا ده.
د هلمند ولایت ویاند فرید احمد فرهنګ وویل: «نن شاوخوا نهه بجې د ملکي وګړو یو موټر د موسی قلعې په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې په پایله کې یې د ځوانو نجونو او ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول.»
تر دې چاودنې لږ وروسته پر موټر سایکل باندې سپور یو بل وګړي د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې په پایله کې یې هغه ووژل شو او یوه ښځه او درې تنه ماشومان ټپیان شول. د هلمند ولایت ویاند زیاته کړه چې په دې پېښه کې ټول ژوبل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي ول.
د هلمند والي په یوه اعلامیه کې دغه پېښې غندلي دي او د هغو تر شا یې «د افغانستان د دښمنانانو» لاس بللی دی. افغان چارواکي ډیر وخت د افغانستان د دښمنانو د عبارت په کارولو سره طالبانو ته اشاره کوي.
د سړک د غاړې ماینونه د افغانستان په جګړه کې یو له هغو وسلو څخه دي چې ډیر وخت یې له کبله ملکي وګړي وژل کیږي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې ۱۱۴۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. دې سازمان د ۸۰ سلنه ملکي وګړو د وژل کیدو پړه پر یاغیانو باندې اچولې ده. د سړک د غاړې ماینونه د یاغیانو له خوا د رامنځ ته شوو نیمایي ملکي تلفاتو لامل بلل کیږي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په روان کال کې د وژل شوو ملکي کسانو په ډله کې ۳۰ سلنه ماشومان او ښځې هم شاملې دي چې د هغوی له ډلې څخه ډیری یې د سړک د غاړې ماینونو وژلي دي.
د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه د افغانستان په شمال کې یو میني بس ډوله موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې له کبله یې ۱۹ کسان ووژل شول. تر دې چاودنې یوه ورځ وروسته ملګرو ملتونو له طالبانو څخه وغوښتل چې د سړک د غاړې ماینونو ایښودو ته د پای تکی کیږدي.
مسعود جهش (فرانس پرس، د المان خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم