په هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي
۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبهد هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکيانو د سپرلۍ یو موټر د سړک غاړې پر یوه ماین برابر شوی دی چې په پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، د آلمان خبري اژانس ته وویل چې د مرګ ژوبلې شمیرې ابتدايي دي او ښايي پکې زیاتوالی هم راشي.
په عین وخت کې د هلمند د ولایتي شورا غړي عبدالمجید اخندزاده هم په یاده پیښه کې د تلفاتو همدغه شمیرې تائید کړي دي.
د هلمند ولایت د ځايي چارواکو په خبره، وسله وال طالبان د ګرشک ولسوالۍ د ځينو برخو په ګډون د دې ولايت ډيري سیمي تر خپل کنټرول لاندې لري.
حکومتي ځواکونه بیا د هلمند ولایت د ټولو ۱۴ ولسوالیو له ډلې څخه د مرکز لښکرګاه په شمول پنځه ولسوالۍ په خپله ولکه کې لري.
طالبان او داعش ډله نیږدې هره ورځ د افغانستان په مختلفو برخو کې بریدونه کوي چې په پایله کې ئې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا یوناما په حواله، له ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې د جګړو له کبله د مرګ ژوبلې شمیر تر ۱۰۰ زره کسانو اوښتی دی.