په هلمند کې دوه چاودنې شوې؛ ویل کیږي چې والي هم ټپي شوی
۱۳۹۸ فروردین ۳, شنبهنن د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۳ نیټه) د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار هغه مهال دوه چاودنې رامنځته شوې چې یو شمیر حکومتي چارواکي او ولسي خلک د بزګر ورځې د دودیز جشن پر لمانځنې بوخت ول. د رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله ویلي دي چې په دې پيښه کې احتمالاً د هلمند والي محمد یاسين خان هم ټپي شوی دی.
که څه هم تر اوسه پورې په دې پيښه کې د ځاني تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي، خو رویټرز د مرستندویانو په حواله لیکلي دي چې په دغو دوو چاودنو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې دغه چاودني د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د انفجار په نتیجه کې رامنځته شوي دي.
د نوي کال لومړی ورځ هم په کابل کې له څو چاودنو سره پيل شوه. سحر وختي د کابل په لویدیځ سخي زیارت کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال څو چاودنې وشوې. د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دغو چاودنو کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
تعقيب:
د ولايت وياند ځواک د آلمان ږغ ته پر تليفون وويل چي په يادو بريدونو کي د هلمند والي نه دی ژوبل سوی.