په هلمند کي درو کسانو ځانونه وژلي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهد هلمند د والي وياند وايي چي دريم كس هغه ځوان دئ چي د كوكنارو د حاصلاتو په خاطر ئې كوزده كړې وه كله چي ئې حاصلات كميږي نو ځان وژنه كوي.
د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د ميان پشتي د سيمي يوې ښځي او خاوند هغه وخت خپل ځانونه په دار وځړول چي د كوكنارو حاصلات ئې كم سوه.
په لښکرگاه کي د دويچه ويله خبريال وايي، چي دغه پيښه دوې ورځي وړاندي د هغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.
د وژل سوو کسانو همسايه محمد نعيم ويلي دي، چي وژل سوي همسايه ئې د كوكنارو د ښو حاصلاتو په تمه ډیر پورونه كړي ول.
هغه وايي كله چي ئې تاریاک راټول کړه لږ سوه، نو پوره وړو ور څخه د پيسو په بدل كي د لوڼو غوښتنه وكړه، چي بزګر او ښځي ته ئې دا د منلو نه وه.
دی وايي، چي همسايگانو ئې د شپې له خوا په يوه کوټه کي په رسۍ ځانونه غړغړه کړي دي.
د هلمند ولایت د والي وياند داود احمدي هم دا خبره تائيدوي، چي په نوزاد ولسوالۍ کي يوې ښځي او خاند د كوكنارو د كمو حاصلاتو په خاطر ځان وژنه كړې ده.
احمدي وايي یو بل ځوان چي سږ كال ئې خپل واده د كوكنارو تر حاصلاتو وروسته كاوه هم ځان وژنه كړې ده.
هلمند د هيواد او نړۍ په کچه د كوكنارو په توليدکي ډیر لوړ ځاى لري. د يو شمېر معلوماتو له مخي سږكال په دغه ولايت کي پنځوس زره هكتاره زيات كوكنار كرل سوي وه.
دا لومړى ځل دى چي د يوې کورنۍ غړي د كوكنارو د كروندو د حاصلاتو د كميدو له امله ځانونه په دارځړوي.
مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل