1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل سو

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

د هيلمند ولايت چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي پر پنځوس زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي دي او دوی ئې يوازي د ۲۰۰۰ هکټار د چپه کولو توان لري. دغه کمپاين به په لسو ولسواليو کي تر سره سي.

https://p.dw.com/p/14JEb
انځور: DW

د هلمند ولایت چارواکي وايي چي د کوکنارو د چپه کولو کمپاين به ئې دا ځل تر نورو ډير جدي او پراخ وي.«که څه هم دا کار اسانه نه دئ»

ددغه ولايت چارواکو تيره ورځ د کوکنارو د کروندو د اړولو کمپاين پيل کړی، او وايي چي دا وار به اته څلويښت زره هكټاره مځکه له کوکنارو څخه پاکیږي.

د هلمند والي وايي د کوکنارو کروندو اړول په یومخیزه توگه څه اسانه کار نه دئ خو بيا به هم ددوی مبارزه په دې برخه کي روانه وي.

د هغه په خبره ددوی تلاښونه ول چي اوس په هغه ولايت کي د کوکنارو په کښت کي په سلو کي پنځه څلويښت کموالی راغلی دئ.

د هلمند والي د کوکنارو د چپه کولو د کمپاين پر مهال
د هلمند والي د کوکنارو د چپه کولو د کمپاين پر مهالانځور: DW

دا په داسي حال کي ده چي د ملگرو ملتونو يو وروستي راپور بيا ويلي دي چي په افغانستان او په ځانگړې توگه په هيلمند کي د تير کال په پرتله ډير کوکنار کرل سوي دي.

د کوکنارو د اړولو يا چپه کولو کمپاين تيره ورځ د هغه ولايت د مارجې ولسوالۍ د تريخ نهور له سيمي څخه پیل سوو چي د لسونو تراكتورونو په مرسته په سيمه کي کرل سوي کوکناراړول کیږي.

خو يو شمېر خلک وايي چي د کوکنارو د اړولو کمپاين هر وار له داسي سیمي او کروندو څخه پيليږي او هم هلته بيرته ختميږي چي يو خو د کوکنارو کروندې لږ وي او بل دا چي ښه وده ئې نه وي کړې او مځکه ئې کمزورې وي.

ددې کمپاين په وړاندي تر اوسه پوري بزګرانو کوم غبرگون نه دئ ښوولی.

د هلمند والي ګلاب منګل وايي چي نړيواله مافيا، د همسايه هيوادونو لاس وهنه او په سيمه کي ډیری قاچاقبران بزګران دې ته هڅوي چي په خپلو کروندو کي كوكنار وكري.

خو د مارجې ولسوالي خلک بيا وايي چي ددولت له پاره دا مناسبه نه ده چي بېله کوم امتيازه ددوی د کوکنارو کروندې اړوي.

د ترخه نهور اوسيدونكي وايي چي که دولت ددوی نور زراعتي محصولات په ښه بیه رانيسي كيداي سي چي د كوكنارو له کرلو څخه ئې زړونه مات سي.

د هلمند چارواکي وايي چي د كوكنارو ماتولو دغه کمپاين به په لسو ولسواليو كي كوكنار مات کړي.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل