1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیا کې په بې ساري توګه د مهاجرینو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبه

نږدې هره ورځ د هسپانیې ساحلي ګارد په کښتیو کې د سپرو لسګونو پناه غوښتونکو ژوند ژغوري. یوازې په تیرو دوو ورځو کې له ۱۲۰۰ ډیر پناه غوښتونکي دغه هیواد ته داخل شوي. هسپانیې دې ستونزې ته د اروپايي حل لارې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/32GgC
Spanien Hunderte Flüchtlinge stürmen in spanische Nordafrika-Enklave
انځور: imago/Agencia EFE/Reduan

د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراند مارلاسکا د هسپانیې له جنوب څخه د لیدنې پر مهال وویل چې مهاجرت یوه اروپايي ستونزه ده او د حل له لپاره یې هم اروپايي حل لارې ته اړتیا ده. د همدې تیرې شنبې په ورځ یعنې د جولای میاشتې په ۲۸ نیټه د هسپانیا ساحلي ګارد په ۱۷ کښتیو کې سپاره ټول ټال ۳۳۴ پناه غوښتونکي ژغورلي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې هم ۸۸۸ پناه غوښتونکي ژغورل شوي وو.

د هسپانیې سوسیالست د کورنیو چارو وزیر د خپل هیواد محافظه کاره حکومت په دې برخه کې په بې غوري تورنوي. ګراند مارلاسکا په دې هکله وویل چې د مهاجرینو د شمیر زیاتوالی له وړاندې نه واضح وو او پخواني حکومت په دې برخه کې هیڅ راز چمتوالی نه درلود. نوموړي د هسپانیې جنوب ته د خپل سفر پرمهال د الګیسراس په ښار کې د مهاجرینو د ثبت د یوه مرکز پرانیستنه هم وکړه. دغه مرکز د شاوخوا ۶۰۰ پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري.

غرب ته د مهاجرتونو تازه څپې

د بالکان د لارې او د ایټالیا د نوي ښي اړخي حکومت له لوري د کښتیو پر مخ د ایټالیا د بندرونو تر تړل کیدو وروسته، اروپا ته د مهاجرت په لارو کې بدلون راغلی دی او اوس زیاتره مهاجرین د غرب له لارې یعنې د هسپانیا له لارې ځانونه اروپا ته رسوي. اوس مهال دغه هیواد د راتلونکو مهاجرینو د مقصد په یوه اصلي هیواد بدل شوی او د ایټالیا ځای یې خپل کړی دی. د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۲۱ زره پناه غوښتونکي هسپانیې ته داخل شوي دي. په عین وخت کې په همدې موده کې شاوخوا ۱۸ زره او ۱۰۰ تنه نور بیا ایټالیا، نږدې ۱۵ زره او ۵۰۰ تنه بیا یونان ته داخل شوي دي. دغو شمیرو ته په کتو سره د تیر کال د همدې مودې په پرتله هسپانیا ته د راغلو مهاجرینو په شمیر کې درې برابره لوړ والی راغلی دی.

د «ال موند» په نامه یوې هسپانوۍ ورځپاڼې د دې هیواد د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی چې هسپانیا د مهاجرینو له یوې بلې سترې څپې سره مخامخ کیدونکی ده. د هسپانیې پولیس په دې باور دي چې اوس مهال ۵۰ زره افریقايي پناه غوښتونکي په مراکش کې بند پاتې دي چې غواړي هر څومره چې ژر امکان ولري د افریقا په شمالي ساحل کې د هسپانیې له خودمختاره ښارونو یعنې له سبته او ملیله څخه ځانونه هسپانیا ته ورسوي. د هسپانیې پولیس همدا راز وايي چې دغه کسان همدا راز هڅه کوي چې د کښتیو له لارې د جبل الطارق له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. 

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یعنې د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ۲۶ نیټه شاوخوا ۶۰۰ مهاجرین د هسپانیې په خودمختاره ښار یعنې سبته کې د پولې پر لور وخوځیدل. د هسپانیې پوله ساتو ځواکونو او مراکشي امنیتي ځواکونو تقریباً نیم ساعت هڅه وکړه څو د دغو افریقايي مهاجرینو د تیریدو مخه ونیسي. په دې هکله د پولیسو یوه ویاند ویلي چې «ډیر بې رحمه او له زور زیاتي ډک مهاجرین چې تر اوسه یې بیلګه نه وه» له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګریوان شوي. پولیسو همدا راز زیاته کړې چې دغو مهاجرینو په لاس جوړ شوو د اور اچونکو موادو پر مټ پر پولیسو بریدونه کړي. په دې پیښه کې څلور تنه پولیس سرتیري او ۱۱ مهاجرین د ټپونو او یا اور له کبله روغتون ته انتقال شوي دي. سور صلیب بیا په دې پیښه کې د ۱۳۲ کسانو د ټپي کیدو خبره کوي.