1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرو ۴۰ ثانيو کي يو انسان ځان وژنه کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د ځان وژني په هکله څوک نه غواړي بحث وکړي، خو بيا هم ټول انسانان لږ تر لږه د ځان وژني له يوې پيښې څخه خبر سوي دي. په اسلام کي بيا ځان وژنه بې استثنا کاملاً منع ده.

https://p.dw.com/p/3Hnnk
Symbolbild Tabletten Selbstmord
انځور: picture-alliance/PYMCA/F. Finn

د روغتيا نړيوال سازمان په روان وخت کي د انسانانو ځان وژنه يوه ستره ستونزه بولي. په ټوله نړۍ کي په اوسط ډول په هرو۴۰ ثانيو کي يو انسان ځان وژنه کوي.

په آلمان کي هغه کسان چي خپل ځان وژني، شمير يي په کال کي ۱۰ زرو کسانو ته رسيږي. دغه رقم په ترافيکي پيښو، ايډز ناروغۍ او يا هم مخدرو موادو په نتيجه کي د وژل سوو کسانو په پرتله دوه برابره زيات دی.

په جرمني کي سږکال د می مياشتي له څلورمي نېټې څخه تر يوولسمي پوري، پوره يوه اوونۍ د «ژوند وساتي، د انسانانو ملګرتيا او د ځان وژني مخنيوي وکړی» په نوم پروګرامونه پيليږي او د ځان وژني له خطر سره مخامخ کسانو ته مشورې ورکول کيږي. په دې ډول هڅه کيږي عامه افکار هم دې موضوع ته را واړول سي.

په زياترو ټولنو کي تر اوسه لا هم، د ځان وژني په هکله بحثونه نه کيږي چي زياتره مذهبي جنبه هم لري. د نړۍ په لويو مذهبونو لکه اسلام، يهوديت او مسيحيت کي ځان وژنه کاملاً منع ده. ځکه په مذهب کي ژوند ته د خدای «ج» له خوا د يوه نعمت په سترګه کتل کيږي او هيڅ چاته اجازه نه ورکول کيږي چي هغه په خپل سر ختم کړي.

Symbolbild Depression und Suizid
انځور: picture alliance/Dries Luyten

په انسانانو کي د ځان وژني علتونه، په ژوندانه کي ځيني بحرانونه، لکه رواني ناروغۍ، غمونه او يوازيتوب ښودل سوي دي.

له ځان وژني څخه د مخنيوي په نامه آلماني بڼسټ په حواله، تر ټولو زيات نارينه، د ډيرو عمر لرونکي انسانان او هغه ځواني ښځي چي خارجي ريښه لري، په ځان وژني لاس پوري کوي.

په آلمان کي۷۰ سلنه هغه کسان چي په خپله خپل ژوند ته د پاي ټکی ايږدي نارينه دي چي ددغو کسانو سنونه په اوسط ډول ۵۷ کاله ښودل سوي.

په آلمان کي له حقوقي لحاظه ځان وژنه هغه وخت ستونزمنه کيږي چي دريم کس پکښي لاس ولري.

 G.P/N.Z/KNA 

زموږ له ارشيف څخه: