1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرو دوو اونيو کې يوه ژبه له نړۍ څخه ورکيږي

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

د يونسکو په حواله په نړۍ کې تقريبا ۶۷۰۰ ژبې شته چې نيمه برخه يې د نړيوال کېدنې د بهير له کبله د منځه تلو له ګواښ سره مخامخې دي. يونسکو نن د ژبو د ارزښت په پلمه د مورنۍ ژبې ورځ لمانځي.

https://p.dw.com/p/3Y96H
Symbolbild Vater Kind Sprache lernen sprechen lernen
انځور: Fotolia/athomass

په اوسط ډول په هرو دوو اونيو کې يوه ژبه مري چې له تقريبا ۶۷۰۰ ژونديو ژبو څخه نيمه برخه يې اوسمهال د ورکېدو له ګواښ سره مخامخه ده. د ژبو په ورکېدو سره د بشر معنوي او کلتوري پانګه هم راکميږي. د خبرداري او پاملرنې په توګه د ملګرو ملتونو فرهنګي ټولنې يونسکو د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه اعلان کړې ده. په خبره يې بايد ژبنۍ تنوع او بېلابېلوالي ته وده ورکړل شي، ځکه چې «د ژبو د لارې معلومات او پوهه لېږدول کيږي او په دې سره رفاه، ټولنيزه وده او پايښت لرونکي پرمختګ ته هم لاره هواريږي.»

د آلماني ژبې بېلابېلې بڼې

د تر ګواښ لاندې ژبو په کتار کې د «اونزر دويچ» په نوم د آلماني ژبې يوه لهجه هم راځي چې په پاپوا نوي ګيني ټاپو کې ۱۲۰ کاله پخوا رامنځ ته شوې ده. د ۱۹۶۰ يمو کلونو راهيسې يې ويونکي تقريبا ټول آستراليا ته ورغلي او په دې سره يو له بله بېل شوي دي. د امريکا په لويه وچه، مثلا په برازيل کې هم د «هونسروکي» په نوم يوه آلماني لهجه ژوندۍ ده چې دوه سوه کاله سابقه لري. ډېري ويونکي کسان يې د آلمان د هونسروک سيمې څخه برازيل ته ورغلي ول. خو دغه لهجه بيا هغه مهال رامنځ ته شوه چې د بومن او وېستفالن نورې آلمانۍ ژبې ډلې ورسره يو ځای شوې او د افهام او تفهيم يوه نوې بڼه پرې رامنځ ته شوه. دا ځکه چې په هغه وخت کې لا معياري آلماني تقريبا هيڅ عامه شوې نه وه. نن سبا د هونسروکيانو ژبه تقريبا ۴۰۰ زره تر ۱،۳ ميليونو پورې ويونکي لري. د امريکا په متحده آيالاتو کې هم د پېنسيلوانيا داچ په نوم يوه بله آلماني لهجه شته چې د آلمان د فلڅ سيمې لهجې ته ورته ده. دغو کسانو په ۱۸مه پېړۍ کې د متحده آيالاتو منځنيو سيمو ته مخه کړه او د کاناډا په اونتاريو کې هم مېشت شول ځکه چې په آلمان کې تر ديني تعقيب لاندې ول. دغه لهجه هم تر نن ورځې پورې ژوندۍ او ګړندۍ غوندې ايسي چې د منځه تللو له ګواښ سره اوسمهال مخامخه نه ده. 

Symbolbild Mehrsprachigkeit
د نړۍ نيمه برخه ژبې د منځه تللو له ګواښ سره مخامخې ديانځور: Imago-Images/F. Sorge

KNA/ns/qn