1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرو اوو ثانیو کښې یوه کوچنۍ نجلۍ وديږي

۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې په خپل تازه خپاره شوي رپوټ کښې ويلي دي چې د افغانستان په ګډون په یمن، هندوستان او سومالیا کښې په هرو۷ ثانیو کښې یوه کوچنۍ نجلۍ واده ته اړايستل کيږي.

https://p.dw.com/p/2R6Rq
12-jähriges Mädchen vor Zwangsheirat in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ د ماشومانو د ملاتړ د ادارې له خوا په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کښې راغلي دي چې د افغانستان په ګډون په یمن، هندوستان او سومالیا هیوداونو کښې په هرو ۷ ثانیو کښې تر ۱۵ کلنۍ د کښته عمر یوه نجلۍ واده ته اړ ايستل کيږي او ان لس کلنې نجوني هم زړو کسانو ته واده کیږي.

تر وخت مخکې ودونه نه یوازي نجوني له زده کړو څخه بې برخې کوي، بلکي د ماشوم د زیږدني پرمهال د مور او ماشوم د مرګ خطر هم ډیروي، ځکه د دوی بدن ماشوم زیږونې ته چمتو نه وي.

 د ماشومانو د ملاتړ سازمان اجرایوي مشر، هیلې تورننګ شمیت وايي: «په کم عمر کښې د نجونو ودول ډیرې ناخوالي زیږوي او د نجونو اساسي حقوق لکه زده کړه، پرمختګ او د ماشومتوب فرصتونه ترې اخلي.»

د هغه په وینا هغه نجونې چې په کم عمر کښې واده ته اړي کیږي له ښوونځي او زده کړو بې برخې کیږي او زیاتره له کورني زورزیاتي، ناوړه ګټې اخیستنې او ان له جنسي تيري سره مخامخ کیږي. دوی د امیدوارۍ په اوږدو کښې د ایډز په ګډون د نورو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ وي.

دغه رپوټ د نجونو له پاره د نړۍ ټول هیوداونه، د ماشومانو د ودونو، ښوونځیو، امیدوارۍ، د زیږون پر مهال مرګ او د ښځینه وکیلانو د شمیر په هکله پر بیلابیلو ډلو وېشلي دي. نایجر، چاد، د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي او سومالیا د دې لیست په خرابو هیوداونو کښې درجه بندي شوي دي.

څیړونکي وايي چې شخړې، بې وزلي او بشري ناروین هغه لاملونه دي چې نجوني تر وخت مخکې واده کولو ته اړ کوي. د ماشومانو د ملاتړ سازمان همدا راز وايي چې په لویدیځه افریقا کښې د سيرا لیون په هیواد کښې د ایبوالا د ناروغي د مخنیوي له امله د ښونځیو د تړل کیدو په پایله کښې کابو ۱۴ زره نجونې امیدواره شوي دي.

دغه خیریه نړیواله اداره د سهر مثال ورکوي. سهر یوه ۱۴ کلنه سوریايي نجلۍ ده چې نه یې غوښتل اصلي نوم یې واخیستل شي او اوسمهال په لبنان کښې د مهاجرې په توګه ژوند کوي. دغې نجلۍ چې ۱۳ کلنه ده له یو ۲۰ کلن کس سره واده کړی دی او دوه میاشتې کیږي چې امیدواره ده.

د ماشومانو د ملاتړ اداره، د سهر خبرې په رپوټ کښې داسې لیکلي دي: «ما داسې فکر کاوه چې د واده ورځ به ډیره ښه وي، خو داسې نه وه. دا مې د ژوند ډیر بده او له خفګان څخه ډکه ورځ وه.» هغه همدا راز وايي اوس زه خوښه یم چې امیدواره یم. خو زه هم ماشومه یم او ماشوم پالم.»

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو اداره وړاندوینه کوي چې د ماشومانو د ودولو شمیر چې اوس په کال کښې ۷۰۰ میلیونه دی، په ۲۰۳۰م کال کښې به ۹۵۰ ميلیونو ته لوړ شي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې دغه راپور د نجونو له نړیوالې ورځې سره په یوه ورځ یعنې د سه شنبې په ورځ خپور شو. د نجونو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۱۱م کال کښې له دې امله ونومول شوه چې په ټوله نړۍ کښې د ۱.۱ میلیارده نجونو د حقوقو او د دوی د ستونزو د پیژندګولي له پاره هڅې وشي.

نور مطالب