1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«لوږه د نړۍ نژدې ۶۰۰ زره ماشومان ګواښي»

۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې نژدې ۶۰۰ زره ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. د ماشومانو د حقونو سازمانونو په برلين کې د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل چې په نړۍ کې هره يوه دقيقه کې يو ماشوم د مرګ خطر ګواښي.

https://p.dw.com/p/35FTX
Philippinen Haiyan Kinder betteln
انځور: picture-alliance/dpa

   دغو سازمانو د پنجشنبې په ورځ د آلمان په پلازمينه برلين، کې خبرداری ورکړ چې تر ټولو بحراني سيمو سره د عاجلو مرستو پرته، د دې امکان شته چې په هره يوه دقیقه کې له پنځو کلونو ښکته عمر لرونکی يو ماشوم د لوږې او خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په آلمان کې د ماشومانو د ژغورنې يا سیف دي چلډرن سازمان اجرائيوي مديرې سوزانا کريګر وويل: «له بده مرغه دغه شعار چې په ۲۰۱۸م کال کې هيڅ ماشوم نه بايد له لوږې مړ شي، پر واقعيت بدل نه شو.» هغې زياته کړه چې برعکس په ټوله نړۍ کې د خلکو د لوږۍ کچه بيرته لوړه شوې او دا يو شرم دی.

د دغه سازمان د اټکل له مخې ۴،۵ ميليونه داسې ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ښکته دي، له لوږې او خوارځواکۍ له امله له ګواښ سره مخامخ دي او بايد په فوري توګه يې درملنه وشي. هغې په دې اړه زياته کړه: «دا د ۲۰۱۶م کال په پرتله نژدې ۲۰ سلنه ډيروالی ښيي.»

د ماشومانو د حقونو ملاتړ کونکو سازمانو د ارقامو له مخې، اوسني اکثره غذايي بحرانونه د کانګو جمهوريت، سوډان او افغانستان په څير هيوادونو کې د روانو شخړو له امله رامنځ ته شوي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: