1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د کرونا ویروس له ویرې ۵۰۰ زندانیان آزاد کړل شوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د هرات له زندان څخه ۵۰۰ کسان د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې آزاد شوي دي.‌ په دغو زندانیانو کې داسې کسان شامل دي چې د بند موده یې تر پنځو کلونو کمه وه.‌

https://p.dw.com/p/3aAsD
Afghanistan Herat - Coronavirus: Freilassung von 500 Gefangenen
انځور: DW/S. Tanha

د أفغانستان حکومت د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د زیاتوالي سره هم مهاله،‌ د هرات ولایت له زندان څخه ۵۰۰ زندانیان آزاد کړي‌ دي.‌ د هرات ولایت د‌ ځايي چارواکو په خبره،‌ په دغو زندانیانو کې داسې کسان شامل دي چې له پنځه کلونو څخه د بند په کمه موده محکوم شوي‌ وو.‌ د هرات ولایت د چارواکو په خبره په دې ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۳۲۰۰ تنه زندانیان په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.‌

د هرات ولایت د عدلیې ریاست مشر غلام محمد رحماني وايي چې یاد زندانیان به د یو لړ روغتیايي معایناتو له ترسره کولو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.‌ د چارواکو په خبره په آزادو شویو کسانو کې زیاتره یې د غلا، ترافيکي پیښو او أخلاقي جرمونو له کبله زندانیان شوي‌ وو.‌

د آزادو شویو کسانو له ډلې څخه بصیر احمد او غلام رسول د خپلې آزادۍ په هکله خوښي څرګندوي‌ او له دویچه ویله سره په خبرو کې یې ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د قانون خلاف کوم کار ترسره نه کړي.‌ تراوسه پورې په هرات ولایت کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۸۶ تنو ته رسیدلی دی.