1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د بې ځایه شوو کورنیو د وضعیت په هکله اندیښنې

۱۳۹۷ مرداد ۵, جمعه

د هرات ولایت د مهاجرو ریاست وایي چې د تیرو درو میاشتو په اوږدو کې تر لسو زرو زیات د هیواد دننه بې ځایه شوي دغه ولایت ته ورغلی دي. د هغوی په خبره هغوی له ناوړه وضعیت سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/32CZ9
Afghansitan UNHCR startet Winterhilfe für Vertriebene im Westen
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran

د چارواکو په خبره دغه کسان د بادغیس، فاریاب او غور ولایتونو اوسیدونکي دي چې د وچکالۍ له کبله له خپلو ولایتونو کډه شوي او په هرات کې د ځایه شوو کډوالو په کمپونو کې اوسیږي.

د دغو بې ځایه شوو کسانو یو شمیر یې د هرات په شیدایي کمپ کې اوسیږي او د هغوی په خپله وینا له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

حمید الله چې د بادغیس ولایت اوسیدونکی دی او له تیرو څلورو میاشتو راهیسې په شیدایي کمپ کې اوسیږي وایي: «دلته تر ترپالونو لاندې ژوند کوو، زموږ کوچنیان ناروغه دي، هیڅ کومه موسسه نه ده راغلې چې مرسته وکړي، غریبانان یوو، در په دره خاوري پر سر یوو. له ګرمۍ سوځو، له بې برخلیکتوبه کړیږو، چارواکو هم زموږ له پاره څه نه دي کړي.»

د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو په ډله کې لعل محمد هم شامل دی. دی هم د بادغیس ولایت اوسیدونکی دی. هغه وایي: «د وچکالۍ سخت شرایط د دې سبب شول چې د کار د فرصت د برابریدو له پاره ایران ته ولاړ شم، خو هلته د یو شمیر ستونزو او د تومان د نرخ د ټیټوال له کبله و نه توانید چې کار وکړم او افغانستان ته تر اخراجیدو وروسته له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی.»

د فراه ولایت یو بې ځایه شوی کس صبغت الله، وایي، که چیرې د دوې وضعیت ته رسیدګي و نه شي، دغه مسله ښایي له ځانه سره ناوړه عواقب ولري.

په عین وخت کې د هرات ولایت د مهاجرینو چارو اداره وایي چې تر اوسه یې د ۴۵۰۰ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده. د هرات ولایت د مهاجرو چارو رئیس احمد جاوید نادم، په خبره هرې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ سره شپږ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د ښاغلي نادم په خبره په ګاونډي هیواد ایران کې د افغان مهاجرو له پاره کاري شرایط هم سخت شوي دي، ځکه چې په روان میلادي کال کې له دغو مهاجرو څخه ۸۰ زره یې په جبري او خپله خوښه له پولې افغانستان ته اخراج شوي دي.

له بل اړخه د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد، وایي چې له کورنیو سره شوې مرستې کافي نه بولي. د هغه په خبره وروستي شرایط د دې سبب شوي دي چې د هیواد دننه بې ځایه شوي او له ایرانه اخراج شوي کسان له رواني او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي چې په خبره یې دا کار په خپله د اندیښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) په یوه رپوټ کې د سلونو زرو افغانانو چې زیاتره یې د شمالي او سویلي ولایتونو اوسیدونکي د خراب وضعیت په هکله رپوټ ورکړی وو. دغه کسان د وچکالۍ له کبله سخت زیانمن شوي دي.

شعیب تنها، هرات

زموږ له آرشیف څخه: