په هرات کي د ټاکنيز کمپاين دوه غړي وژل سوي
۱۳۹۲ بهمن ۱۳, یکشنبهد افغانستان ولسمشرۍ ته د یوه کانديد ډاکټر عبدالله وياند د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ ۱) ماخوستن رسنيو ته ويلي دي چي د دوی د هرات ولايت د ټاکنيز کمپاين مشر او يو بل کارکوونکی ماښام تقريباً اته بجې وژل سوي دي.
د عبدالله وياند فاضل سنچارکي ويلي دي چي د هرات ولايت د ټاکنيز کمپاين مشر ډاکټر همدرد او يو بل کارکوونکی د نامعلومو کسانو له خوا په مرميو ويشتل سوي او وژل سوي دي. د پيښي پړه تراوسه پوري چا پرغاړه اخيستې نه ده.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د يوولسو تنو کانديدانو انتخاباتي کمپاينونه د شنبې ورځي له نيمي شپې يعنی د ماخوستن تر ۱۲ بجو وروسته په رسمي ډول پيل سول. دغه کمپاينونه به نزدې دوې مياشتي دوام وکړي.
د پلان له مخي به دغه ټاکني د روان کال د اپريل مياشتي پر ۵ نېټه ترسره سي. د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ټاکني تحریم کړي دي او اعلان يې کړی دی چي انتخابات به ګډ وډ کړي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي له هغو شرطونو څخه چي له امريکا سره يې د امنيتي تړون د لاسليکولو په برخه کي وړاندي کړي دي يو يې دا دی چي امريکا ډاډ ورکړي چي د ۲۰۱۴ کال د اپريل مياشتي ټاکني به په ښه توګه ترسره کيږي.
څه مونده مخکي کرزي وويل چي د ۲۰۰۹ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کي بهرنيانو ډېره لاسوهنه وکړه او په خبره يې انتخبات يې ور بدنام کړل.
بله خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د کانديدانو د کمپاينونو پر مهال د امنيتي ستونزو په اړه اندېښنه ښوولې ده او له افغان حکومت څخه يې په دې برخه کي د جدي ګامونو د اخيستلو غوښتنه کړې ده.
يو شمېر کارپوهان بيا په دې اند دي چي افغان امنيتي ځواک به ځکه د دغو ټاکنو د امنيت په خوندي کولو کي پاته راسي چي يو شمېر کانديدان پخواني جنګسالاران دي.
اندېښنه دا ده چي د ټاکنو پرمهال به په ليري پرتو سيمو کي د رايو ورکولو مرکزونو امنيتي وضعيت خراب سي او د رايو صندوقونه به په خپله د کانديدانو د پلويانو له خوا ډک سي.