1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانک کانگ کي بیا سخت اخ و ډبونه سوي

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د هانک کانگ پولي تخنیک اوس په یوه سنگر باندي تبدیل سوی دی. ودانۍ یې د پولیسو له خوا محاصره سوې او محصلین اور اچونکي مواد ورباندي غورځوي. ډیری فعالین نیول سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3TDZD
Hongkong Proteste
انځور: Getty Images/A. Kwan

د هانک کانگ پولیسو دا رد کړې ده، چي د پوهنتون محوطې ته ورننوتلي او «هجوم» یې پر وروړی دی. خو د دوامداره عملیاتو خبره یې منلې، تر څو مظاهره کونکي سره تیت او پرک کړي. د آژانسونو او ټلویزوني رپوټونو په حواله اوس د پولي تخنیک دروازې اور اخیستی دی.

ویل کیږي چي د پولي تخنیک د نیولو پر وخت محصلینو پر پولیسو باندي اوراچونکي مواد ورغورځولي دي. پولیسو دا هم ویلي چي «د فعالینو هغه رهبران چي په پولي تخنیک کي راټول سوي ول، اورونه یې اچولي او سخت تاوانونه یې رامنځته کړي دي. په خبره یې «چاودیدونکي او اوراچونکي مواد او همدارنگه خطرناکه شیان د ټولو له پاره خطر رامنځته کوي.» پولیسو په دې منځ کي د ټولو څخه غوښتي دي، چي د پوهنتون محوطه تخلیه کړي.

په دې منځ کي پولیسو مظاهره کونکو ته اخطار ورکړی دی، چي ناریه يا اور شيندونکي وسلې به ورباندي استعمال کړي. د هانک کانگ د پولیسو ویاند لوییس لاو، په فیسبوک کي لیکلي چي «که تاسي دغه ډول خطرناکو عملیاتو ته دوام ورکړئ، موږ بله لار نه لرو، بې له دې چي د تشدد څخه کار واخلو. له هغې جملې څخه ناریه وسلې استعمال کړو.»

د هانک کانگ د پولي تخنیک پر شاوخوا د کشمکشونو په ترځ کي یو پولیس زخمي سوی او روغتون ته انتقال سوی دی.

China HongKong -  Anti-Regierungsproteste - Ausschreitungen
انځور: Reuters/A. Abidi

د ستري محکمې فیصله

په دې منځ کي د هانک کانگ ستري محکمې حکم صادر کړی دی چي پر اساس یې د اجتماعاتو ممناعت د اساسي قانون خلاف بلل سوی دی. په فیصله کي راغلي:« هغه محدودیتونه چي د انسانانو  پر اساسي حقونو باندي وضع سوي دي، تر حده اضافه دي.»

د ستري محکمې د دغه حکم صادرولو انگیزه دا وه چي د همدې کال د اکتوبر میاشتي په سر کي د هانک کانگ خودمختارې ادارې د بریتانوي استعمار د وختونو د اضطراري قانون څخه په استفادې سره پر اجتماعاتو او تظاهراتو باندي ممانعت وضع کړی ؤ.