1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالنډ کې پر نقاب بندیز نافذ شو

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

په هالنډ کې له ډیر وخت راهیسې د نقاب پر بندیز ناندرۍ روانې وې خو اوس په عامه تأسیساتو او عامه ترانسپورت کې پر داسې جامو بندیز وضع شوی چې په بشپړه توګه مخ پټوي. خو د هالند پر دغه اقدام انتقادونه هم شوي دي.

https://p.dw.com/p/3NA6S
Niederlande Den Haag | Frau mit Burka auf Rolltreppe
انځور: Getty Images/AFP/B. Maat

که یو څوک په هالنډ کې په ښوونځیو، روغتونونو، دولتي ادارو، سرویسونو او یا اورګاډو کې سفر کوي او نقاب یا یې چادري پر سر وي، سر له اوسه به يې ترې د لیرې کیدو غوښتنه کیږي.

په هالنډ کې له دې پريکړي سره مقاومت به۱۵۰ یورو جریمه ولري. د هالنډ د حکومت له لوري په دغو تازه بندیزونو کې د حفاظت داسې خولۍ یا هیلمت هم راځي چې په بشپړه توګه مخ پټوي.

په ورته وخت کې د تیوري له اړخه، د هالنډ ځينو ښارونو لا له وړاندې د دغه بندیز د نه رعایت کولو خبر ورکړی دی. د هالنډ د پلازمینې امستردام ښاروال فیمکه هالسیمه په دې هکله وویل: «دغه [د نقاب] بندیز په امستردام ښار کې لومړیتوب نه لري.»

Niederlande Holland Burka
انځور: AP

اوږدې ناندرۍ او بحثونه

په هالڼد کې پر چادرۍ یا نقاب باندې دغه بندیزونه نوې موضوع نه ده، بلکې له تیرو څوارلسو کلونو راهیسې پر دغې موضوع باندې بحثونه او ناندرۍ ادامه لري. په ۲۰۰۵م کال کې د خیرت ویلدرز په نامه یوه ښي اړخي پوپولیست سیاستوال د لومړي ځل له پاره د هالنډ په پارلمان کې د چادرۍ پر بشپړ بندیز باندې د اکثریت وکیلانو ملاتړ تر لاسه کړ. خو تر دغه ملاتړ وروسته هم د هالنډ حکومت تر څو کلن ځنډ وروسته بالاخره په دغه راز یوه اقدام لاس پورې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په هالنډ کې د ډيرو سیاسي ګوندونو له پاره د نقاب د بشپړ بندیز په برخه کې د مذهب د آزادۍ موضوع یو له اصلي بحثونو څخه وه. د دې هیواد حکومتي شورا په ۲۰۱۵م کال کې د دغه راز قانوني نظریې پر ضد لارښونې خپرې کړې. د هالنډ تر ټولو جګپوړې حکومتي مشورتي ادارې د «مذهبي آزادۍ د محدودولو په برخه کې د توجه وړ عاجله اړتیا نه وه لیدلي.»

د پرانیستې ټولنې یوه بیګه

پر دغه بندیز سربیره، هالند همدا راز غوښتل چې د یوې پرانیستې ټولنې په توګه او د میرمنو پر وړاندې د جبر د مخنیوي یوه بیلګه پر ځای پریږدي. تیر کال په هالند کې مرکزي ښي اړخو بلاخره پر یوې هوکړې توافق وکړ چې له مخې یې د ویلډرز د غوښتنې برخلاف پر نقاب بشپړ بندیز نه وضع کیږي، بلکې یوازې په عامه ودانیو کې به د مخ پر پټولو او نقاب بندیز وضع شي. په بل عبارت، دغه بندیز به په داسې ځایونو کې د اجرأ وړ وي چې حکومت له ښاریانو سره په اړیکه کې وي.

د هالنډ لومړي وزیر مارک روټه وويل چې د نقاب نسبي بندیز او د مذهبونو آزادي يو له بل سره هیڅ اړیکه نه لري. هغه همدا راز زیاته کړې چې «په دې هیواد کې خلک کولی شي یو له بل سره په پرانیستې توګه اړیکي ټینګې کړي او موږ مستقیما د یوه چا مخ ته ګورو.»

د دې ټولو باوجود، د ترسره شویو سروې ګانو د پایلو پر اساس، زیاتره هالنډیان د نقاب د بندیز ملاتړي دي خو ځینې بیا دغه اقدام ته یوازې د یوه سیاسي سبمول په سترګه ګوري او وايي چې دا به کومې پایلې له ځانه سره ونه لري. په هالنډ کې چې شاوخوا ۱۷ میلیونه نفوس لري، ۱۵۰ میرمنې شته چې په دوامداره توګه نقاب یا حجاب اغوندي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي هیوادونو په ډله کې فرانسه لومړنۍ هیواد وو چې په ۲۰۱۱م کال کې یې پر نقاب بشپړ بندیز وضع او تر دې وروسته بیا بلجیم هم په ورته یوه اقدام لاس پورې کړ. سربیره پر دې، ډنمارک، اتریش او د سویس یو شمیر برخو هم پر نقاب بندیز وضع کړی دی. په جرمني کې بیا محدود بندیز وضع شوی دی د بیلګې په توګه د آلمان په هیسن ایالت کې پر نقاب بندیز وضع شوی دی.

د اروپايي هیوادونو سربیره، په ځينو نورو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې هم پر حجاب یا بشپړ نقاب بندیز وضع شوی دی. زیاتره دغو اسلامي هیوادونو د امنیتي تدابیرو له کبله پر نقاب بندیز وضع کړی دی.