په نیمروز کې د خټکيو حاصلات تر ۷۰۰ زرو ټنو اوښتي
۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبهد نیمروز د کرنې ادارې مسئولین پرله پسې اورښتونه د خټکيو د حاصلاتو د ډیریدو اصلي عامل بولي. نوموړي ادارې ویلي دي چې سږ کال په دغه ولایت کې په شاوخوا ۲۰ زره هکټاره ځکمه کې خټکي کرل شوي ول.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال تر ټولو ډیر خټکي په چخانسور ولسوالۍ کې کرل شوي دي. دا چې د دې ولسوالۍ خاوره تر ډیر وخته پوري د اوبو ساتلو وړتیا لري، نو د خټکيو پالیزونه یوازې تر کښت مخکې خړوبیږي او وروسته بیا اوبو ته اړتیا نه لري.
د افغانستان د زراعت وزارت د ویاند مرستیال حبیب بهزاد وایي چې تیرکال د نیمروز ولایت د خټکيو حاصل ۵۰۰ زره ټنه وو چې سږکال پرې ۲۰۰ ټنه اضافه شوي دي. نوموړي د دې دلیل د کافي اندازه اوبو موجودیت بللی دی.
پر نیمروز سربیره د افغانستان په کندز او فراه ولایتونو کې هم خټکي ښه حاصلات ورکوي. ښاغلي بهزاد وویل چې تیرکال د کندز ولایت د خټکو حاصلات هم ۵۰۰ زره ټنه ول او سږ کال یي هم حاصلات ډیر شوي دي، خو تر اوسه پورې د دغه زیاتوالي کچه لا نه ده معلومه.
د افغانستان د کرنې وزارت په حواله د نیمروز ولایت د خټکيو حاصلات ګاونډیو ولایتونو او پاکستان ته هم صادریږي.
ویل کیږي چې په اوس وخت کې ۷ کیلوګرام خټکی په کابل کې د ۲۰۰ افغانیو په بدل کې پلورل کیږي، خو په فراه، نیمروز او کندز ولایتونو کې چې دغه خټکي پکې کرل کیږي، بیه یي تر دې په کراتو ټيټه ده.