په نړۍ کې د پسرلي د لمانځني تر ټولو ښکلي جشنونه
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې خلک د پسرلي راتګ او د طبيعت بیا را ژوندي کیدل په خوښیو، رنګونو او مختلفو دودونو لمانځي چې ټول د خوښیو، ستاینې او مینې پیغامونه لري. افغانان هم د نوروز په جشن سره د پسرلي هرکلی کوي.
د نوروز مېله، د نوي کال په مناسبت د افغانستان دودیز جشن
د بلخ ولايت مزارشریف ښار هرکال د نوروز په ورځ د هیواد له بیلابیلو برخو څخه د راغلو مېلمنو کوربتوب کوي. د نوي کال یا نوروز مراسم د جنډۍ په پورته کولو سره پيليږي. سږکال پر ولسمشر غني سربیره ډيرو نورو حکومتي مشرانو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.
نو روز د ایران تر ټولو مهم تاریخي جشن
د افغانستان په څیر په ایران کې هم د پسرلي په لومړۍ ورځ د نوروز جشن لمانځل کیږي. یونسکو په ۲۰۰۹م کال کې دغه تاریخي جشن د بشري میراث په توګه ثبت کړ. ایرانیان بیا په مختلفو دودونو سره دغه جشن لمانځي. دوی خپل کورونه پاکوي او د خپلوانو لیدو ته ورځي. د افغانستان په څیر په ایران کې هم خلک هفت میوه برابروي.
په هندوستان کې د رنګونو جشن - هولي
په هندوستان کې بيا د پسرلی هرکلی د هولي یا رنګونو په جشن سره کیږي او معمولاً د مارچ میاشتې په نیمايي کې ترسره کیږي. د هندوانو دغه مهم جشن ته پر بدیو باندې د نیکیو د بري د نخښې په توګه کتل کیږي. په دې کې رنګونه ډیر مهم نقش لوبوي. په دې ورځ له هر لوري رنګونه اوریږي، له اوبو، خوږو نیولې تر جامو او څیرو پورې ټول په رنګونو پوښلي وي.
هاتامي - په جاپان کې د آلو ګیلاس د غوټیو جشن
په جاپان کې د پسرلي په موسم کې د آلو ګیلاس غوټۍ غوړیږي او د طبیعت د دې ښکلي منظرې د لیدو له پاره ډير جاپانیان سفرونه کوي او د هغوی ستاینه کوي. په دې هیواد کې ټول پارکونه د خلکو له ګڼه ګوڼې ډکیږي او خلک د طبیعت د نوي پیل لمانځنه کوي. په جاپان کې دغه جشن ته د دوستانو او خپلوانو ترمنځ د پخلاینې او مینې د جشن په سترګه کتل کیږي.
له ژمي سره مخه ښه
روسان د ماسلينڅه په نامه یوه ځانګړې جشن سره پسرلی لمانځي. روسانو ته دغه جشن د اوو اونیو د خوښیو پیل دی. د دې جشن په پای کې روسان له وښو څخه جوړو شوو لانځکو ته اور ورکوي او دغه څه له ژمي څخه د مخه ښې په معنی دي.
په فنلنډ کې د واپو جشن
فنلنډیان د مې میاشتې په لومړیو کې د واپو په نامه د یوه جشن لمانځنه کوي. په دې جشن کې خلک د کارنوال د جشن په څیر مختلفې، له رنګونو ډکې او په زړه پورې جامې اغوندي او له خپلو کورنو وځي. دغه جشن د اپریل میاشتې پر ۳۰ نیټه په آزاد چاپیریال کې په رقصونو سره پیلیږي.
په سکاټلند کې د پسرلي جشن
د سکاټلنډ په ادینبورو کې خلک د پسرلي پیل د سلتیک قومونو په پخوانیو دودونو سره لمانځي. دغه مراسم هرکال د اپریل میاشتې پر ۳۰مه نیټه پیلیږي او د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې دوام کوي. په دې جشن کې خلک رنګه او جالبې جامې اغوندي او له اور او رڼا ګانو سره لوبې کوي. خلک د شپې مهال په سړکونو قدم وهي، رقصونه کوي او اور لوبې کوي.
د پرتګال په مادیرا کې د ګلانو جشن
د پرتګال په مادیرا ټاپو کې خلک د اپریل میاشتي په لومړیو کې په ښارونو کې ګلان ږدي او د نوي کال او پسرلي هرکلی کوي. په دې ټاپو کې خلک له ګلانو جوړې شوې جامې اغوندي او پر سړکونو رقصونه کوي او د نوي کال خوښي لمانځي. په دې مراسمو کې هر لوري ته ګلان لیدل کیږي.
په هسپانیا کې د فایا دودیز جشن
په هسپانیا او په ځانګړې توګه په والنسیا کې خلک د پسرلي هرکلی په فایا جشن سره کوي. په مارچ میاشت کې د دې سیمې خلک بیلابیلې او له رنګونو ډکې لانځکې (ناوکۍ) پر سړکونو ګرځوي. په دې جشن کې هم رقصونه او اور لوبې ځای لري. د دې جشن په پای کې جوړو شوو سترو لانځکو ته اور اچول کیږي.