1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د مصنوعي غړو لوړه تقاضا او نوي تخنيکي امکانات

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

په نړۍ کې د ډېرو جګړو او د خلکو د زړېدو له کبله مصنوعي غړو او طبي پرزو ته تقاضا لوړه شوې ده. داسې توکي چې اصلا په ځانګړو ماشينونو کې جوړيږي، اوس چاپېدلی هم شي.

https://p.dw.com/p/3Psv7
Hannover | EMO Weltleitmesse der Metallbearbeitung -  Medizintechnologie
انځور: DW/I. Wrede

داسې مصنوعي غاښونه چې اصلي غاښونو ته ډېر ورته وي يا د هډوکو داسې پېچونه چې ماتو شوو هډوکو ته ثبات وربخښي او په کارولو سره يې بيا ځلي عمليات ته اړتيا نه وي، ځکه چې په هغه سرعت چې هډوکی بېرته رغيږي، دغه مواد په بيالوژيکي ډول له منځه هم ځي.
دغسې سهولتونه چې له انسانانو سره مرسته کوي، د جوړونکو شرکتونو له پاره هم يو ستر او غوړېدلی تجارت دی. د روغتيا په سکتور کې تېر کال تقريباً ۳۷۰ ميليارډه يورو تر لاسه شوي چې په آلمان کې د مادي ارزښت د ناخالص توليد ۱۲ سلنه کيږي.
د طبي تکنالوژۍ د فدرالي اتحاديې په حواله دغه سکتور په تېرو لسو کلونو کې هر کال څلور سلنه وده کړې چې د آلمان د بشپړې اقتصادي ودې په پرتله زياته وده ده.
د روغتيا د سکتور يوه برخه طبي تکنالوژي ده چې په اقتصادي وضعيت پورې هومره زياته اړه نه لري، ځکه چې د بدن د مفصلاتو يا بندونو او غاښونو ماتېدل تل صورت نيسي. سربېره پر دې د زړو خلکو د شمېر ډېرېدل هم په آلمان کې او د نړۍ د نفوس ډېرېدل د ناروغانو د ډېرېدلو په معنی وي.
د ماشينونو جوړونکي هم د ودې پر دغسې بهيرونو باندې حساب کوي. تر اوسه پورې د آلمان ماشين جوړونکو شرکتونو د موټرو له صنعت څخه خپل عايدات تر لاسه کول. خو د موټرو په برخه کې ډېر بدلونونه راغلي دي، ځکه چې په برېښنايي موټرو کې ډېرې ميخانيکي پرزې لکه کلچ نورې موجودې نه وي.

د مصنوعي غړو او طبي پرزو چاپ

نوو کاري موادو د نويو ماشينونو او د کار د نوو بهيرونو د ايجاد اړتيا راولاړه کړې ده. په دغسې نوو متودونو کې د پرزو درې بعدي چاپ هم راځي. د»ترومپف« په نوم د ماشينونو جوړونکی شرکت وايي چې د ناروغ په مخ او څېره کې د هډوکو د سرطان درملنه ورسره چټکيږي، لا ښه کيږي او ارزانيږي هم.
هغه د سرطان داسې يو ډول دی چې د مخ هډوکی اغېزمنوي چې کېدای شي د مخ د هډوکي ځينې برخې بايد ورسره پرې کړل شي. که د غوڅو شوو انساجو ځای ډک نه شي، نو ناروغان بيا ټول عمر خورا ژوبل معلوميږي. پخوا به جراح د عمليات پر مهال مجبوره وو چې د تيتان په نوم فلز څخه داسې يوه پرزه راغوڅه کړي چې د ناروغ د هډوکي ځای ونيسي. خو نن سبا د ناروغ د مخ د شکل او جوړښت معلومات او ارقام تر عمليات د مخه راټوليږي او ارزول کيږي.
له دې لارې په ديجيتال ډول يوه پرزه رغول کيږي او بيا په ماشين کې چاپيږي چې د عمليات موده او مصارف ورباندې هم راکميږي. له دغه متود څخه د روسيې د طبي سامان آلاتو جوړونکی شرکت »کونمېت« د ۲۰۱۸م کال له پيل راهيسې کار اخلي. دغسې پرزې له فلزاتو څخه جوړيږي او د ځانګړو ماشينونو په مرسته چاپيږي.

د کمپيوټر په مرسته طبي عملياتو ته چمتوالی او تمرين

کله چې پيلوټ تربيه کيږي، نو هغه د کمپيوټر په مرسته الوتنه زده کوي. د طب ډاکتران هم له ۲۵ کلونو راهيسې طبي عمليات د کمپيوټر او روباټ په مرسته زده کولی شي. خو هغه يوازې کوچني عمليات دي، په داسې حال کې چې د بدن د مفصلاتو يا بندونو عمليات ډېر زور او قوت غواړي.
د ماريو لورنڅ په حواله چې د آلمان د کېمنيڅ ښار د تخنيکي پوهنتون علمي همکار دی، »کله چې ډاکتران د ښانګې يا کوناټي بند له بدن څخه رابېلوي، نو بايد د خپل بدن ټول زور ورباندې وارد کاندي.« له دې کبله درې کاله مخکې په تيورۍ او عمل کې هم د دغه ننګونکي کار تمثيل پيل شو چې له کبله يې د »کوکا« شرکت يو روباټ جوړ کړی دی.
راتلونکي ډاکتران د درې بعدي عينکو په مټ د ښانګې يا کوناټي د بند د عمليات خونه په مجازي ډول ويني. په لاس کې يې داسې يوه آله وي چې د بند د راپرې کولو له پاره کاريږي او کومه چې له روباټي بازو سره وصل شوې وي.
د روباټ له خوا داسې يو قوت رامنځ ته کيږي چې ډاکتر يې هم حس کوي. له دې لارې ډاکتران زده کولی شي چې دغه عمليات څنګه تر سره کيږي او څومره زور او فشار ته اړتيا ده څو د ښانګې هډوکی له بدن څخه راجلا کړای شي. دغسې روباټونه اوسمهال لا يوازې په ډېرو لږو پوهنتونونو کې شته. خو ښاغلی لورنڅ هيله لري چې دغه حالت به په راتلونکو کلونو کې بدلون ومومي.    

Hannover | EMO Weltleitmesse der Metallbearbeitung -  Medizintechnologie
د کمپيوټر او روباټ په مرسته د طبي عملياتو تمرين انځور: Nicole Kaltofen
Hannover | EMO Weltleitmesse der Metallbearbeitung - 3d Drucker Truprint 1000
د درې بعدي چاپ ماشينانځور: Martin Stollberg

اينسا ورېده/ن ص/ن ز