1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د اعدامونو په شمير کې کمښت راغلی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د اعدامونو په اړه د ایمنستې انترنشنل رپوټ په لومړي نظر کې هيله بښونکې ښکاري خو په دې اړه کره شميرې په لاس کې نشته. د بيلګې په توګه چين د مرګ له سزا سره د يوه محرم دولتي راز په څير چلند کوي.

https://p.dw.com/p/3bDKS
Iran Todesstrafe
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

په ۲۰۱۹ م کال کې په ټوله نړۍ کې د ثبت شویو اعدامونو په شمير کې د تیرو لسو کالو په پرتله کمښت راغلې. د بشري حقونو د نړيوال سازمان ايمنستې انترنشنل د کلنۍ احصايي په حواله په ۲۰۱۹م کال کې په شلو هیوادونو کې ۶۵۷ اعدامونه تطبيق شوي. دغه شمير د تير ۲۰۱۸ م کال څخه پنځه سلنه کموالې ښيې. خو په نړۍ کې لا داسې هيوادونه شته چې دغه شمير په کې ډېر دې. د بیلګې په توګه سعودي عربستان، عراق، سودان او يمن.

د ايمنستي په مستند رپوټ کې راغلې چې په تیر کال کې په عربستان کې ۱۸۴ انسانان اعدام شوي چې دا په يو کال کې د خليج په دغه شاهي سلطنت کې لوړ شمير دې. په عراق کې د اعدامو شمير کابو دوه چنده شوې او په ۲۰۱۹م کال کې۱۰۰ کسان اعدام شوي، په داسي حال کې چې په ۲۰۱۸م کال کې ۵۲ تنه اعدام شوی ول.

ډير تیاره اړخونه

خو هغه هيواد چې تر ټولو ډير اعدامونه پکې ښايي عملي کيږي، د ایمنستې انترنشنل په رپوټ کې نه دې ذکر شوی. په چين کې اعدامونه لکه د یوه دولتي راز په توګه پټ ساتل کيږي او يو دقيق ثبت شوې شمير يې امکان نه لري. د ايمنسټي د اټکل له مخې په دغه هیواد کې وروسته له قضايي پريکړو په زرونو کسان اعدامیږې، چې د ټولې نړۍ له اعدامونو څخه يې شمير زيات دې.

که سړی چين له پامه وغورځوي نو په نړۍ کې ۸۸ سلنه اعدامونه په نږدي ختيځ او شمالي افريقا کې تر سره کيږې. دغه راز ايمنستې انترنشنل په خپل خبر کې وايې، چې ايران هم د چين په څير اعدامونه ترسره کوي. په دغه هيواد کې لږ تر لږه لکه د تیر کال په څير ۲۵۱ کسانو باندې د اعدام امر تطبیق شوې. په دوي کې ځينې کم عمره کسان هم وو. له عراق او سعودي عربستان وروسته چې په اوس وخت کې د شلو صنعتي هيوادونو (جي ۲۰) دوره یي مشري پر غاړه لري، مصر د ۳۲ تائيد شويو اعدامونو سره پنځم مقام لري.

«د اعدام سزا د بشري حقونو سره سمون نه لري»

په ۲۰۱۹ م کال کې نه يوازې کم شمير اعدامونه ترسره شوي، بلکې د مرګ په سزا محکومول هم کم شوي دي. د ايمنستي د څيړنې له مخې په دغه کال کې په ۵۶ هيوادونو کې د اعدامونو شمير ۲۳۰۷ وو په داسې حال کې په ۲۰۱۸ م کال په ۵۴ هيوادونو کې د ترسره شویو عدامونو شمير ۲۵۳۱ » وو. دلته هم د چين اعدامونه نه دی شمیرل شوي.

د ایمنستي انترنشنل سازمان د آلمان د څانګې مشر مارکوس بيکو وايې:«د اعدام سزا د بشري حقونو سره سمون نه لري او په ټوله نړۍ کې بايد نوره له منځه ولاړ شي.» ډير شمیر هیوادونو دا خبره منلې: د نړۍ د کابو ۲۰۰ هيوادنو څخه یې ۱۰۶ یې په قانوني توګه د مرګ سزا لغوه کړې او په نورو۳۶ کې بيا دغه سزا هیڅ نه عملي کيږي. بيکو زیاتوي: «موږ باید د نړیوالو پام راوګرزوو او کوچنیو هیوادونو ته لارښوونه وکړو چې له يو کال څخه تر بل پورې اعدامونه کم کړي.»