1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړۍ کې تر یو میلیون زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

د جانز هاپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې، په نړۍ کې په کرونا ویروس د تثبیت شوو اخته کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتی دی. په دغه ویروس اخته د مړو شوو کسانو شمیر هم تر ۵۱۰۰۰ لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3aOH5
USA Corona-Pandemie | New York
انځور: Reuters/S. Jeremiah

د جان هاپکنز پوهنتون نوي ارقام دا په ډاګه کوي چې په اتو ورځو کې د کرونا نوي ویروس تائید شوي پيښې له ۵۰۰ زرو څخه یوه میلیون ته ورسیدي.

دغه پوهنتون چې په بالتیمور کې موقعیت لري د نړۍ په کچه د کرونا وبا په هکله ارقام راټولوي.

اصلي شمیر ښایي تر دې هم لوړ وي

کووید-۱۹، د سږو ناروغي چې درې میاشتې ترمخه په بشپړه توګه د یوه ناپيژندل شوي ویروس له کبله رامنځ ته شوه، تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې تر ۵۱۰۰۰ زیات انسانان وژلي دي. کارپوهان په دې نظر دي چې په ویروس د اخته کیدو او له دې کبله د مړو شوو کسانو اصلي شمیر تر دې ښایي لوړ وي.

د هغوی په خبره له یوه اړخه د کرونا د مثبتو تائید شوو پيښو شمیر په دې پورې اړه چې په اصل کې څومره کسان تېست یا معاینه شوي دي. په عملي ډول د نړۍ هیڅ هیواد د ارزونې له پاره د کافي تېستونو او د لابراتوارونو ظرفیت نه لري. پر دې سربیره ځینو هیوادونو ناوخته د کرونا ویروس د تېست کولو لړۍ پېل کړه او یا یې په عمدي ډول د انتخابي تېست ستراتیژي غوره کړه.

له بل اړخه بیا په ډیرو انسانانو کې د دغه ویروس علایم ډیر خفیف وو او په دې نه ول خبر چې په کرونا ویروس (Sars-CoV-2) اخته شوي دي او په دې ترتیب یې دا هڅه نه ده کړې چې تېست وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې اوسمهال د کرونا شا او خوا ۲۲ سلنه پيښې په امریکا متحده ایالاتو کې رامنځ ته شوي دي. په دغه هیواد کې تر ۲۳۶ زرو زیاتو کسانو کې د کرونا مثبتې پيښې تائید شوي دي او د دغه ناروغۍ له کبله تر۵۵۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

تر دې وروسته په ترتیب سره په ایټالیا او هسپانیا کې په هر هیواد کې تر ۱۱۰ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. په ایټالیا کې بیا د مړیني کچه تر ټولو زیاته ده، چې تر ۱۳۰۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس د اخته کیدو له کبله مړه شوي دي. تر اوسه په هسپانیا کې هم د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر تر لسو زرو اوښتی دی.

په آلمان کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي

آلمان بیا له پورتو درو یاد شوو هیوادونو څخه وروسته بل هغه هیواد دی چې د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پيښې پکې ثبت شوي دي. د جانز هاپکنز پوهنتون د وروستیو ارقامو له مخې په آلمان کې په دغه ویروس تر ۸۴۰۰۰ زیات کسان اخته شوي دي. همداشان ۱۰۷۴ کسان په دغه ویروس د اخته کیدو له کبله مړه شوي دي.

خو د مړو شوو کسانو شمیر د تثبیت شوو پيښو یا د نفوس په پرتله د نورو هیوادونو په پرتله ټیټ دی. کارپوهان د نورو ترڅنګ ښه وقایوي تدابیر، په روغتونونو کې ښه پالنه او نور لاملونه د دې سبب يادوي.

دلته د موضوع په تړاو يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!