په نړۍ کې تر ټولو ډیري وسلې کومو هيواونو رانيولي دي؟
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبهپه سویډن کې د تهنک ټینګ فکري بنسټ د نوي رپوټ په حواله استرالیا په ۲۰۱۷م کال کې په نړۍ کې د وسلو د رانيونکو هیوادونو په کتار کې په څلورم مقام کې ځای درلود، خو په ۲۰۱۸م کال کې یي دویم مقام ترلاسه کړی دی.
د ABC خبري شبکې د رپوټ پر بنسټ استرالیا د ۵۰ میلیارده استرالیايي ډالرو په ارزښت اوبتلونه او جنګي بیړۍ خریداري کړي دي. د استرالیا د حکومت په حواله دوی د سیمه ایزو خطرونو په پام کې نیولو سره خپل د وسلو واردات زیات کړي دي. په دې نوملړ کې سعودي عربستان اوس هم په لومړي مقام کې ځای لري.
دغه هیواد په سیمه کې د خپل اغیز زیاتول غواړي او له همدې امله یي په تیرو څو کلونو کې د وسلو پیرل زیات کړي دي. سعودي عربستان په ګاونډي هیواد یمن کې هم خپل پوځي عملیات جاري ساتلي دي او په پرله پسې ډول د یمن د حوثي یاغیانو له بریدونو سره مخامخ دی.
د دغه نوي رپوټ پر بنسټ چين په ۲۰۱۷م کال کې د وسلو د خریدارۍ په برخه کې په شپږم مقام کې ځای درلود، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸م کال کې يي دریم مقام خپل کړی دی. د چين او پاکستان ګاونډي هیواد هند له دویم څخه څلورم مقام ته ښکته شوی دی.
امریکا متحده ایالات د وسلو صادروونکو هیوادونو په کتار کې لومړی او روسیه دویم مقام لري. سربیره پر دې فرانسه او آلمان دوه هغه هیوادونه دي چې د وسلو صادرات یي جاري ساتلي دي. دغه دواړه هیوادونه په ترتیب سره، البته د وسلو د پلور په برخه کې په دریم او څلورم مقامونو کې ځای لري.
هسپانيا د وسلو صادرونکو هیوادونو په کتار کې پنځم ځای نیولی دی. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷م کال کې یي د وسلو صادرونکو هیوادونو په کتار کې پنځم مقام درلود.
DPAE/sn-nz